د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د کابل او لوګر کبډي ټیمونه نن لوبه کوي 


نن شنبې په کابل کې، د کبډي لوبو په وروستي پړاو سیالیو کې، د کابل او لوګر د ټیمونو تر منځ لوبه کېږي.

د افغانستان د کبډي فدراسیون رئیس محمد فردین ضیایي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له مرکز او ولایتونو په ۱۱ ټیمونو کې۲۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې:

"دغه سیالۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۱۱ ټیمونو لخوا رسماً پیل شوې چې نن د کابل او لوګر ټیمونه، د لومړي او دویم مقام لپاره سیالي کوي او لغمان دریم مقام ګټلی."

د ضیایي په خبره، نن له غرمې وروسته به معلومه شي چې کوم ټیم د دغو سیالیو اتلولي تر لاسه کولی شي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه سیالۍ ۳ ورځې مخکې پیل شوې وې چې هدف یې د افغنستان د کبډي ملي ټیم ته د ۲۱ غوره لوبغاړو ټاکل دي.

XS
SM
MD
LG