د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

لوګر کې یوه ودانیزه پروژه بشپړه او دویمه پیل شوه


د جمعې په ورځ په لوګر کې د ملي پیوستون د پروګرام نوې ودانۍ چې ودانیزې چارې يې شپاړس میاشتې وړاندې پیل شوي وې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ د کلیو پراختیا وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کلیو او پراختیا وزیر انجنیر نصیراحمد دراني د یادې ودانۍ د پرانیستلو پرمهال وویل:

"دغه ودانۍ په درېیو پوړونو کې جوړه شوې چې ۱۵ دفتري خونې او نور ضروري ملحقات لري."

ښاغلي دراني وویل چې دوی په لوګر کې په وروستیو نږدې دوو کلونو کې د ۱۰ عشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د خلکو د اړتیا وړ ۴۰۶ پروژې پلې کړي او په نږدې راتلونکې کې به د ۷ عشاریه اته میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر نورې پروژې هم پیل کړي.

هغه زیاته کړه چې دوی د لوګر په اړوندو سیمو کې د شپږو مستقلو سړکونو د جوړولو پلان هم لري.

نصیراحمد دراني وايي:

"په لوګر ولایت کې د ۱۶ کانالونو کار شروع شوی چې ۶۰ زره خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شوې او موږ هوډ لرو چې کوم پاتې سړکونه دي هغه به هم پاخه شي، د خوښۍ تر بورګه پورې سړک، د پِل کندهاري تر ده نو پورې، هوني سفلي تر پل علم، پل سوخته تر زرغون ښار، پل کندهاري تر سرخ اب پورې او د پل علم تر منګوخېلو پورې سړکونه به هم پاخه شي چې ۲۴ زرو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي."

د کلیو پراختیا وزیر د ملي پیوستون د نوې ودانۍ وروسته د خوښۍ ولسوالۍ نه د مهاجرینو تر ښارګوټي پورې د نږدې درې کیلومتره په اوږدوالي د سړک پروژه چې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي، د کار پرانیسته وکړه.

یاد سړک به د پنځو مترو په پلنوالي په کانګریټي ډول جوړېږي او په اوږدو کې اته پلچکونه هم لري چې د شپږو میاشتو په موده کې به پوخ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د لوګر والي حلیم فدايي هم په خپلو خبرو کې موسساتو او نورو حکومتي ادارو ته بلنه ورکړه چې په لوګر کې انکشافي پروژې پلې کړي.

ده زیاته کړه، حتی په ناامنو سیمو کې هم د پرمختیايي پروژو د تطبیق پر وړاندې ستونزه نشته، ځکه ولس د ټولګټو پروژو د امنیت په ساتنه کې کې مرسته کوي او د پرمختیايي پروژو غوښتنه لري.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG