د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

پاکستاني ځواکونو خېبر ايجنسۍ کې ١١ ترهګر وژلي


افغان پولي ته نېږدې د خېبر ايجنسۍ قبايلي سيمې په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو پر ضد د پاکستانيو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات دوام لري چې تر دې دمه په‎کې ګڼو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR د پنجشنبې په ورځ دې ايجنسۍ کې د روانو عملياتو په اړه تازه معلومات خپاره کړي چې له مخې يې د پوځ په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې لږ تر لږه ١١ ترهګر وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.

په خېبر ايجنسۍ کې د ترهګرو پرضد پوځي عمليات تر هغې وروسته پيل شوي چې د پاکستان پوځي مقاماتو تېره اوونۍ خبر ورکړ چې افغان پولي ته نېږدې د دې ايجنسۍ په دنګو غرونو او درو کې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره د پوځ اضافه سرتېري ځاى پرځاى کړي دي.

د پاکستاين پوځ د مطبوعاتي څانګې ISPR خبرپاڼه وايي چې د دې هېواد هوايي ځواک د خېبرايجنسۍ په غرنۍ سيمې راجګال کې د ترهګرو پر مرکزونه بريدونه او همداشان ځمکني عمليات کړي چې ترهګرو ته په‎کې درنه مرګ ژوبله وراړولې.

خبر پاڼه په دې اړه کاږي:

"افغان پولي ته نېږدې د خېبر ايجنسۍ د راجګال په ببر کچکول، نري ناو او تور سپر کې د هوايي او ځمکنو ځواکونو په دقيقو بريدونو او عملياتو کې لږترلږه ١١ ترهګر وژلي شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي ."

د پوځ د مطبوعاتي څانګې چارواکي همداشان وايي چې په دغو بريدونو کې يې افغان پولي ته نېږدې د ترهګرو ٨ پټنځايونه هم له منځه وړي دي.

که څه هم پوځي چارواکيو په پوځي عملياتو کې د وژل شويو ترهګرو د هويت په اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي رسنۍ وايي چې وژل شوي ترهګر د تحريک طالبان پاکستان او د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام وسله والې ډلې جنګيالي دي.

پوځي مقاماتو تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ هم په دغو سيمو کې هم په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د ١٤وسله‎والو د وژلو خبر ورکړى و.

خېبرايجنسۍ لرې پرته غرنۍ سيمه ده چې د افغانستان له ننګرهار ولايت سره نښتې پولي لري او د پاکستان پوځي مقاماتو په‎کې د ٢٠١٤میلادي کال په اکتوبر کې د ځايي ترهګرو ډلو پر ضد د خېبر ون او خېبر ټو پوځي عمليات وکړل او دا سيمه يې له ترهګرو پاکه اعلان کړه.

خو پوځي مقاماتو تر هغې وروسته افغان پولي ته نېږدې د دې ايجنسۍ او همداشان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو د ځپلو ا و ترهګرۍ د مخنيوي لپاره عمليات پيل کړي چې تېره اوونۍ د کوټې په يوه ملکي روغتون کې خونړۍ ځانمرګى بريد وشو چې د ګڼو مدافعي وکيلانو په ګډن په‎کې ٧٣ کسان مړه او لسلګونه نور ټپيان شول.

د دغه ځانمرګي بريد مسؤليت هم له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې "جماعت الاحرار" وسله‎والې ډې منلى و چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې په خونړيو ترهګريزو بريدونو کې ککړه ده.

د پاکستان سياسي و پوځي چارواکو تر دغه بريد وروسته څو بېړنۍ غونډې او د ترهګرۍ د روانې څپې د مخنيوي لپاره ځينې پريکړې هم وکړې چې يوه يې هم په دې هېواد کې د ترهګرو د پټۀ ځالو او پټو ملګرو د موندلو لپاره د تلاشي عملياتو يا "کومبنګ اپرېشن" پيلول و.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د خېبر ايجنسۍ په راجګال کې د پاکستان د امنيتي سرتېرو پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه هم شوې وه چې ٢ پوځيان پکې مړه او ٣ په‎کې ټپيان شوي ول.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG