د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

حبیبي: یو شمېر کړۍ د هېواد سیاسي بې‌ثباتۍ ته لمن وهي


د خوست ولایت چارواکي وايي چې د حکومت ځيني سیاسي مخالفین د هېواد د امنیت خوندیتوب پر ځای د نظام سیاسي بې‌ثباتۍ ته لمن وهي او په‎ دې توګه د وروستۍ یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخوي.

خوست والي حکم خان حبیبي د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۷مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې د هېواد روان شرایط ایجابوي چې ټول قوتونه د امنیت او ثبات په ټېنګښت کې ونډه واخلي.

نوموړي د افغان حکومت په یو شمېر سیاسي مخالفینو نیوکې وکړې چې د جګړې په روانو شرایطو کې هم د هېواد سیاسي بې‌ثباتي غواړي.

خوست والي زیاتوي:

"دا هېواد به په قلم، پوهې او هېوادنۍ مینې ساتل کېږي، تر هغه چې پوهه او ملي احساس د هر افغان په زړه کې پیدا نه‎شي، باور وکړئ چې د تاریخ په اوږدو کې به قربانۍ ورکوو خو بیا به هم د ستونزو سره مخامخ یو، وګورئ ځیني کسان بیا هم د پردیو په اشاره په‎دې حساسو شرایطو کې د هېواد د بې‌ثباتۍ لپاره کار کوي، د دې پر ځای چې دا بریاوې وساتي بیا هم د هېواد د بې‌ثباتۍ لپاره کار کوي."

په خوست کې د خپلواکۍ د جشن مراسم په ملي لوبغالي کې ترسره شول، یاده سیمه په ملي بیرغونو، د ملي اتلانو په انځورونو او ملي شعارونو مزینه ګرځېدلې وه.

په خوست کې د خپلواکۍ د جشن مراسم په ملي لوبغالي کې ترسره شول
په خوست کې د خپلواکۍ د جشن مراسم په ملي لوبغالي کې ترسره شول

په‎دې ورځ د خوست زرګونو زده‌کوونکو، محصلانو، ورزشکارانو او د بېلابېلو ټولنیزو بنسټونو د خپلواکۍ جشن ګډونوالو پر وړاندې رسم ګذشت اجراء کړ.

په مراسمو کې ورزشکارانو سپورټي نمایشات اجراء کړل، په اسونو سپاره کسان د لوژ په مخکې تېر شول، یو شمېر مشران د خپلو چکمکو ټوپکو او تورو نمایش ورکړ چې د جشن د ګډونوالو له‎خوا په چکچکو او ګرمو ولولو بدرګه کېدل.

د خوست د ښځو چارو رئيسې ملالۍ ولي وویل چې د افغانستان له خپلواکۍ ۹۷ کاله تېر شوي، خو افغانان لا تر اوسه هم په ټولو برخو کې خوار او نورو ته محتاج پاتې شوي دي.

دې زیاته کړه، افغانان باید د ازادۍ له نعمته د هېواد په پرمختګ، امن او د ولسونو په یووالي کې ګټه پورته کړي.

ملالۍ ولي د خپلو خبرو په یوه برخه کې داسې وویل:

"افغانستان تل ازاد وو او اوس هم خپلواکه دی، نیواک نه‌مني په نړۍ کې افغانان په خپلواکۍ او مېړانه مشهور دي او تل‌يې یرغلګرو ته د ایمان په قوت په تشو لاسونو ماتې ورکړې ده، خو د ازادۍ له نعمته‌يې پوره ګټه نه‎ده اخیستې."

په خوست کې د خپلواکۍ جشن په مناسبت له کابله د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي استاد ګل زمان او هنري ډلې ته‌يې بلنه ورکړل شوې وه.

سندرغاړی استاد ګل زمان
سندرغاړی استاد ګل زمان

استاد ګل زمان په خوست کې د خپلواکۍ د کلیزې د مراسمو په باب داسې وویل:

"د خپلو وطن‎والو مې ډېر وطني جذبات ولیدل، ما په‌کې ترانې او اتڼیزې سندرې وویلې، ولسونو ډېره مستي او خوشالي وکړه، د خوست د مشرتابه په توجه ډېر لوی پروګرام وو، په‎ دې کې ډېر زیات خوشاله یم چې اشتراک مې په‌کې وکړ، ډېر خوند او مزه‌يې وکړه."

په خوست کې د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په ویاړ د ملي امنیتي ځواکونو یو شمېر منسوبینو ته تقدیرنامې ورکړل شوې او په پای کې هنرمندانو ملي او حماسي ترانې زمزمه کړې او د جشن ګډونوالو اتڼونه وکړل.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG