افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نهه هغه ترورېستي سازمانونه او بنسټونه چې د ملګرو ملتونو لهخوا ترورېست ګڼل شوي غواړي چې د افغانستان له خاورې د دې هېواد او نړۍ د بربادۍ لپاره کار وکړي.
ښاغلي غني دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستو ۹۷ کلېزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وکړې.
نوموړي همدارنګه په خپلو تندو څرګندونو کې د داعش ډلې په ځپلو هم ټينګار وکړ.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"نن وګورئ نهه ترورېستي سازمانونه، بنسټونه غواړي زموږ له خاورې نه د نورو د بربادۍ، زموږ د بربادۍ او د نړۍ د بربادۍ لپاره کار وکړي، کومه پوله راسره شریکه لرئ د نیکه حق راسره لرئ، وژنم دې، باسم دې، داعشه یوازې ننګرهار نه و بلکې ټول افغانستان کې دې سر ماتوم، دا د زمریو وطن دی، ککرۍ به دې ماته کړي."
په افغانستان کې د دغو ترورېستي ډلو د فعالیت خبره په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند جنرال چارلس کلېفلېنډ هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې د یو شمېر ترورېستي ډلو د فعالیت خبره کړې ده.
ښاغلي کلېفلېنډ ویلي چې داعش د شپږو هغو وسلهوالو مخالفو ډلو څخه ده چې په افغانستان کې حضور لري.
بلخوا د افغانستان لوی درستیز جنرال قدمشاه شهیم د افغانستان د خپلواکۍ په اړه جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې وویل چې د بهرنیو د شومو دسیسو مخه به ونیول شي.
ښاغلي شهیم زیاته کړه:
"له بهره یو شمېر پټ او ښکاره لاسونه له خلکو څخه د ارامۍ او هوساینې د اخیستلو لپاره هڅې کړي او لا هم له توطئو لاس نهاخلي، خو زموږ خلک له دغو شومو دسیسو څخه خبر دي او د دغو کسانو مخهیې نیولې او ډاډه یم چې په راتلونکي کې هم په ګډه سره د دوی د کارونو مخه ونیسو."
په ورته وخت کې افغان کارپوه یونس فکور وایي، تر هغې چې د افغان حکومت مشران په خپلو کې سیاسي یووالی تأمین نهکړي او نړیوال پر پاکستان چې له ترورېستانو ملاتړ کوي فشار رانهوړي نو فکر نهکوي چې تش دا ډول څرګندونې به د ترورېستي ډلو په لهمنځه وړلو کې ګټورې تمامې شي.
راپور: ناجیه ساپۍ