د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

کابل کې د نجونو له‎خوا د بانو په نوم یو سیاحتي شرکت کار پیل کړ


په کابل کې د لومړي ځل لپاره د نجونو له‎خوا د بانو په نوم یو سیاحتي شرکت کار پیل کړ.

د بانو په نوم د دغه سیاحتي شرکت مسؤلین وايي چې هدف یې سوداګري ته د مېرمنو هڅونه او په‎دې برخه کې د هغوی د ظرفیت لوړول دي.

په‎دغه شرکت کې اوس شاوخوا اته نجونې کار کوي او وايي، دغه کار يې د پنځوس زره امریکايي ډالرو په لومړنۍ پانګه پیل کړی او په پام کې لري چې د دې هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د دې شرکت فعالیتونه پراخ کړي.

سادات: پیل شوې کار مې د پنځوس زره امریکايي ډالرو په لومړنۍ پانګه پیل کړی.
سادات: پیل شوې کار مې د پنځوس زره امریکايي ډالرو په لومړنۍ پانګه پیل کړی.

د بانو د سیاحتي شرکت مشره مرجانه سادات د یاد مرکز په اړه وايي:

"بانو په افغانستان کې هغه لومړنی سیاحتي شرکت دی چې د مېرمنو له‎خوا رامنځته شوی، ومو غوښتل چې یو متفاوت کار رامنځ ته کړو، نو یو شمېر مېرمنې مو وغوښتلې چې د یوه او بل تر څنګ يې سره راټولې کړو او یو ځای جوړ کړو د بانو په نوم او دا یو ښوونځی ووسي د یو شمېر مېرمنو لپاره چې په خپلو وړتیاو باندې باور ولري او پوه شي چې داسې یو کار نشته چې هغې دې د حل لار ونه لري."

اغلي سادات وايي، نجونې باید خپله روحیه له ‎لاسه ورنه ‎کړي او د نارینه و په څېر باید دوی هم په هره برخه کې پر مخ ولاړې شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسؤلین وايي چې د څو کلونو راپه دیخوا افغان مېرمنو په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلي او نن ټول د دې شاهد دي چې په کابل کې ان د مېرمنو له‎خوا یو سیاحتي مرکز جوړيږي.

د دغه وزارت مرستیال قربان حقجو چې په دغه پروګرام کې یې برخه اخېستې وه رسنیو ته وویل، دوی د مېرمنو د سوداګري د پرمختګ په هدف یو لړ مهم پروګرامونه لري.

حقجو : د مېرمنو د سوداګري د پرمختګ په هدف یو لړ مهم پروګرامونه لرو.
حقجو : د مېرمنو د سوداګري د پرمختګ په هدف یو لړ مهم پروګرامونه لرو.

ښاغلي حقجو زیاته کړه:

"موږ اوس په یوه بسته باندې کار کوو چې څه ډول کولای شو سوداګرۍ مېرمني وهڅوو مثبت امتیاز ورکړو، د بېلګې په ډول د مالیاتو په برخه کې اوس په‌دې کار کوو چې د مېرمنو سره باید یو ځانکړی چلند وشي، لکه د جواز، ځمکو اخېستلو او هم بریښنا ته د لاس رسي په برخه کې."

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیري نسرین اوریاخېل هم په‎دغه پروګرام کې له یاد مرکزه ملاتړ اعلان کړ او ويې ویل چې افغان مېرمنو د تېرو وختونو په مقایسه ډېر پرمختګونه کړي دي.

کابل کې د نجونو له‎خوا د بانو په نوم یو سیاحتي شرکت کار پیل کړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

د بانو په نوم د دغه سیاحتي شرکت مسؤلین همدې ته په پام وايي چې دا په افغانستان کې لومړنی اقدام دی چې دوی کړي او هیله یې وښوده چې اړوند مسؤلین ورڅخه لازم ملاتړ وکړي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG