د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې له یو کال راهیسې په دې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې له کبلهیې ملکي خلک ډېر زیانمن شوي دي.
د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې اوس مهال د دې ولسوالۍ ډېره برخه د وسلهوالو طالبانو په کنټرول کې ده او یوازې د ولسوالۍ ودانۍ د دولتي ځواکونو ولکه کې ده او د دې ولسوالۍ بازار د جګړې لومړۍ کرښه جوړه شوې.
د دې ولسوالۍ څو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې زراعتي فصلونهیې جګړو له منځه وړي چې له املهیې سخت اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
یو تن اوسېدونکی نصرالله مندوخېل په دې اړه وايي:
"زموږ په دشت ارچي ۱۴ کاله جنګ دی، په دې موده کې امنیت نهدی راغلی، خلک هره ورځ وژل کېږي."
محمد داوود بیا وايي:
"پر موږ باندې ډېر بد حالت راغلی، جګړو مې کور وران کړ. څومره خواري باید زه وکړم څو یې بېرته ورغوم."
دغه خلک وايي، د دواړو ښکېلو ډلو د جګړو له کبله ملکي خلکو ته د ځاني زیانونو تر څنګ مالي زیان هم اوښتی دی.
په ورته وخت کې، د کندز امنيه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وايي چې دوی پلان لري څو په نېږدې راتلونکي کې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسلهوالو طالبانو له شتونه پاکه کړي او هم وايي جګړې ملکیانو ته زیان نهدی اړولی.
ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه:
"موږ پلان لرو دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه تصفیه کړو او په نا امنو سیمو کې امنیتې پوستې جوړې کړو، څو بیا وسلهوال طالبان په دې ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې نهکړي."
امنیه قوماندان زیاتوي چې امنیتي ځواکونو تهیې سپارښتنه کړې څو د درنو وسلو په ډزو کې له پوره غور او پاملرنۍ کار واخلي.
د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي مرکزي حکومت په بېکفایتۍ تورنوي.
راپور: اجمل ارین