د پکتيا مرکز ګردېز کې د پکتيا قومونو يووالي شورا دفتر په پرانیستغونډه کې چې نېږدې اووه سوه کسانو برخه اخېستې وه، د پکتيا مشرانو او د دغې شورا د رهبري غړو وويل، حکومت که څه هم له دوی سره کړې ژمنې نهدي پوره کړي، خو بيا هم څوک دې ته نهپرېږدي چې د خپلو شخصي غوښتنو پر اساس په حکومت فشارونه راولي او روان وضعيت د بحران لور ته بوځي.
د دغې شورا پرانیستغونډه کې مشرانو له حکومته د خپلو ګېلو د مطرح کولو تر څنګ په قومونو د يووالي غږ وکړ او اکثريت ويناوالو يې ويل چې حکومت بايد ورسره کړې ژمنې پوره کړي.
د پکتيا قومونو يووالي شورا مشر قومندان سيد نقيبالله طوطاخېل وويل، دوی د ټاکنو پر مهال له دغه حکومت سره ملاتړ کړی دی او هيلهيې څرګنده کړه چې حکومت به ورسره کړې ژمنې پوره کړي.
نوموړي وويل، که څه هم حکومت له ده او پکتيا سره کړې ژمنې نهدي پوره کړي، خو په خبرهيې د مرکز کابل او د افغانستان په هره برخه کې به ډلې ټپلې پرېنږدي چې د خپلو نامشروع غوښتنو لپاره په حکومت سياسي او د بحران فشارونه راوړي.
ښاغلی طوطاخېل وايي:
"موږ د حکومت نه د خپل حق غوښتونکي يو، د اجرائيه رياست نه له ډاکټر صاحب اشرف غني نه موږ خوابدي يو، تر اوسه پورې يې راسره کړې ژمنې نهدي پوره کړي، موږ سره دې کړې ژمنې پوره کړي دا حکومت زموږ حکومت دی، چاته دا اجازه نهورکوو هغه که هر څوک وي، ټلواله وي بل وي او بل وي چې حکومت باندې فشار راوړي، هر چاته دې خپل حق ورکړي داسې نهشي کېدلی چې د شخصي غوښتنو لپاره حکومت ته ستونزې جوړې کړي."
نقيب دا هم وويل چې حکومت ښايي د وخت په تېرېدو سره له پکتياوالو سره کړې ژمنې عملي کړي او غوښتنهيې همدا وه چې دغه ولسونه له پامه غورځول سياسي تېروتنه ده.
د پکتيا قومونو يووالي شورا مرستيال محمد علي جان محمدي هم رسنيو سره په خبرو کې وويل، حکومت بايد د دوی غږ واوري د دوی په حقونو سترګې پټې نهکړي، خو تر څنګيې زياته کړه چې په هر نوم هر څوک چې نظام په تخريب راپورته کېږي دوی بهيې مخه نيسي.
ښاغلي محمدي زیاته کړه:
"دا حکومت له دې ولس نه جوړ شوی، دا حکومت په زوره نهدی راغلی موږ خپله جوړ کړی، هغه څوک چې که هغه شمالي ټلوالې دي، که جنوبي ټلوالې دي که غربي دي او هر څوک چې دي، غیر قانوني غوښتنې چې څوک کوي موږ يې مخالف يو، کوم حق چې زموږ وي موږ يې غواړو او د بل وي هغه تهيې غواړو، که څوک په حکومت غير قانوني فشارونه راوړي موږ چاته اجازه نهورکوو چې په دې حکومت بېځايه فشارونه راوړي، هر چاته دې خپل حق ورسېږي، که بيا هم څوک غواړي خپلې نامشروع غوښتنې په حکومت ومني، نو موږ بهيې مخه نيسو."
نوموړي وويل چې دوی دغه شورا د پکتيا د حقونو ترلاسه کېدو په خاطر ايجاد کړې او هڅه بهيې دا وي چې له مرکزي حکومته د ملاتړ تر څنګ خپل حقه حقوق هم ترلاسه کړي.
د پکتيا د قومونو يووالي شورا په دغې پرانیستغونډه کې یو بل قومي مشر صوفي حبيب هم همدا خبره وکړه چې په حکومت کې د شته ستونزو ټول زيان ولس ته رسېږي او ولسونه بايد د قومونو او قبيلو تر منځ د يووالي په رامنځته کولو سره د دغه راروان بحران مخه ونيسي او د دغې شورا له مشر څخهيې د پکتياوالو د راټولېدو او يو کېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي حبیب زیاته کړه:
"د اشرف غني او عبدالله تر منځ څه ګېلې مانې شته، موږ او تاسې يې وينو او اورو د دې ټولو ستونزو تاوان موږ او تاسو ته رسېږي، د دې مخه بايد ونيسو دغه جنجالونه وطن ته تاوان پېښوې، په دې ملک کې چې که داعش روان دی، که طالب دی که بله هره ډله مشکلات به زيات وي او ولس ته بهيې تاوان وي، موږ قومندان صاحب ته پيشنهاد کوو چې د دې شورا له لارې به دا خلک سره يو کوي او غږ به کوي چې پکتياوال يو شي او د قومونو تر منځ يووالی رامنځته کړي او د حکومت په منځ کې شته بحرانونو ته هم حل لار وګوري."
نوموړي دا هم وويل چې د دغې شورا په جوړېدو سره اکثريت پکتياوال خوشاله دي او د قومونو قبيلو تر منځ شته ستونزې او جنجالونه به له منځه لاړ او خپل راتلونکی برخليک به وټاکي.
د پکتيا د قومونو يووالي شورا په داسې مهال رامنځته کېږي چې دا مهال د پکتيا په اکثريت سيمو کې د ځمکو پر سر قومي شخړو او جنجالونو په پکتيا کې ډېرې مېشتې قبيلې سره بېلې کړې دي او د خلکو هيله دغه ده چې دغه شورا بهيې په واقعي ډول د پکتيا د خلکو ستونزې هوارې کړي.