د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

ګلبهاري: د بغلان دهنې غوري ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نيولې


د بغلان ولاىت دهنې غوري ولسوالۍ له پنځو ورځو سختې جګړې وروسته نن ماښام وسله والو طالبانو ونيوله.

د بغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال نورحبيب ګلبهاري د دغه خبر په تائيد سره ازادي راډيو ته وايي چې امنيتي ځواکونو تاکتيکي شا ته ناسته کړې او اوس مهال د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دى.

د هغه په وينا هلته مېشت پوځيان د ولسوالۍ له مرکز څخه ليرې د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره په جګړې بوخت دي.

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په خپل استول شوي پيغام کې ليکلي چې دوى دهنې غوري ولسوالۍ نيولې، څو رنجره او يو ټانک يې غنيمت نيولي او څو سرتېري يې هم وژلي دي.

خو د بغلان امنيه قوماندان وايي چې تر اوسه د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نه شته خو په دغې جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې نن شپه د دغه ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم شديده جګړه روانه ده.

وړاندې له دې وسله والو طالبانو د هلمند ولايت ځينې ولسوالۍ هم د سقوط له خطر سره ګواښلي او اوس هم په دغه ولايت کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG