د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

مس عینک کرکټ لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه


د کرکټ د شپږیزې سیالیو په دوام نن په شپږمه ورځ مس عینک لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې لومړی لوبه د بند امیر لوډلې له خوا پیل شوه چې مس عینک لوبډلې ته یې په ۲۰ اورونو کې د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه چې مس عینک لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې ټاکلی هدف پوره او د سیالۍ کټونکې شوه.

د هوتک د معلوماتو په اساس پرونیو لوبو کې د کابل بازانو د مس عینک لوډلې د ۶۵ منډو په توپیر او په دویمه سیالۍ کې د امو نهنګانو لوبډلې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG