د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

داعش د سوريې له منبج ښاره د تېښتې پر مهال ملکیان خوشې کړي


د داعش ډلې وسله‌والو د سوریې له شمالي ښار منبج څخه د تېښتې پر مهال هغه سلګونه ملکي وګړي خوشې کړي چې دوی د انساني سپر په توګه کارول.

د منبج پوځي شورا غړي شرفان درویش روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د داعش له وسله‌والو څخه دوه زره ملکي وګړي چې برمته شوي وو، ژغورل شوي دي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څار ټولنې د راپور له مخې څو سوه ملکیان چې په منبِج کې د داعشیانو له‌خوا اسیران شوي وو، د داعش وسله‌والو له تېښتې وروسته ازاد شول.

د داعش ډلې وسله‌والو په تېښتې د منبج ښار اوسېدونکو خورا زیاته خوشالي څرګنده کړه.

د داعش ډلې د وسله والو تېښتې د منبج ښار اوسیدونکو خورا زیاته خوشالي څرګنده کړه.
د داعش ډلې د وسله والو تېښتې د منبج ښار اوسیدونکو خورا زیاته خوشالي څرګنده کړه.

د ښار یوې اوسېدونکې مېرمنې چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی روېټرز خبري اژانس ته وویل:

"شکر د خدای. موږ خوشاله یو. د خدای شکر پرځای کوم چې د محمد په نوم د داعش د یوه غړي له شره‌یې خلاص کړو."

د ځینو کسانو لپاره له منبج ښار څخه د داعش د وسله‌والو تېښته د نه منلو خبره وه، لکه دا مېرمن چې وايي، باور نه‌شي کولای او فکر کوي چې خوب ویني.

د منبج ښار اوسېدونکو د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو څخه هم له دې کبله چې د داعش ډلې په شړلو کې یې مهمه ونډه درلوده، خپل ملاتړ اعلان کړ.

دا مېرمن د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو سرتېرو ته وايي چې هغوی د خپل اولاد په څېر ګڼي، اتلان‌یې ګڼي او ورته وايي چې ځای یې د دوی په زړونو او لیمو کې دی.

د منبج اوسېدونکي وايي چې داعشیانو به خلک اعدامول او د هغو مړي به په ورځو ورځو هلته پاتې وو.

منبج ښار په ۲۰۱۴ کال کې د داعش وسله‌والو لاس ته ولوېد. د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو له‌خوا له دې ښار څخه د داعش په شاتمبول د دې ډلې تر ټولو ستره ماتې ده.

د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه چې له کردانو او عربانو څخه جوړ شوي دي، د امریکا پوځ له هوايي ملاتړ څخه برخمن دي.

د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه
د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه

دې ځواکونو ویلي چې د داعش وسله‌والو د جمعې په ورځ جرابلس ښار ته د شاتګ پر مهال د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا دوه زره ملکیان برمته کړي وو، څو په هوايي حملو کې په نښه نه‌شي.

جرابلس چې سرحدي ښارګوټی دی لا هم د داعش په ولکه کې دی.

له تېرې مې میاشتې راهیسې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو له‌خوا د پیل شویو پوځي عملیاتو هدف له ترکیې سره د ګډو پولو په اوږدو کې له پرتو سیمو څخه د داعش ډلې ایستل دي.

XS
SM
MD
LG