د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

عبدالعزیز: که مې غږ وانه ورېدل شي ځان او بچیو ته مې اور اچوم


په کونړ کې د یومنځي ښوونځي مدیر له دندې ګوښه کېدو په وجه ځان او د بچو سوزولو ته اړ شوی.

دی وايي بې ګناه دی او د شخصي بدبینیو له امله بې وظیفې شوی.

دا مدیر عبدالعزیز نومېږي چې دوټه پور ولسوالۍ اړوند د څپرې منځني ښوونځي کې يې دنده درلوده، خو اوس وايي چې د شخصي بدبینیو له امله له دندې ګوښه کړی شوی دی.

عبدالعزیز د خپلو دریو کوچنیو لورګانو سره د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته ورغلی و، په بوتل کې يې ځان سره پټرول هم راوړي و چې په خپل ځان او کوچنیو لورګانو يي واچوي او ځانونو ته اور ورته کړي.

که څه هم چې له عبدالعزیز څخه د تېلو بوتل د مدني ټولنې استازو او ژورنالستانو واخیست خو بیايي هم ګواښ کولو چې که چېرته يې ستونزه هواره نشي نو بیاهم دی ته چمتو دی چې ځان او بچې وسوزوي.

عبدالعزیز
عبدالعزیز

عبدالعزیز په تن وچ لاسونه یي له غصي او قهر لړزېدل، درې کمکۍ لورګانې يې تر څنک ولاړ وې، په پښو يې شلېدلې پلاستیکي چپړې وې په رنګارنګ تارونو يې ګنډلې وې، د غربت نښې په کې له ورایه ښکارېدي عبدالعزیز خپل اسناد او له تېلو ډک بوتل په لاس کې نیولی و ،رسنیو ته یي وویل ورسره زیاتی شوی او له دندې ګوښه کړی شوی:

"د څپري لیسې دریم بست ته به پنځه اتیا نومرو کامیاب شوی وم، هلته مې په اخلاص وظیفه اجرا کړې ده، زه چې کله ورغلم خپل څادر مې له اوږو لرې کړ، زده کوونکو ته مې هوار کړ چې پرې کینې، هیڅ یې نه درلودل، په خپلو پیسو مې شاګردانو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي، زه د شخصي تعصب په وجه له دندې لري شوم، دغل په صفت باندې او دا تور يی راباندې ولګولو چې ګني اداره يي وهلې ده."

عبدالعزیز وايي له کومې ورځې چې له دندې ګوښه شوی، د خپل حق ترلاسه کولو لپاره هڅې کوې خو د معارف مسولینو د ده د حق غوښتلو هڅو ته د لیونتوب نوم ورکړی او اوس يي په لیوني مشهور کړی.

هغه د کونړ او مرکزي حکومت له چارواکو غواړي چې باید ورته خپل حق وسپارل شي او که چیرته یی غږ وانوریدل شي نو ځان او بچې به وسوزوي چې بیابه يي مسولیت د چارواکو په غاړه وي:

"داچې اوس يي زما بست اعلان ته ورکړی، زه ولسمشر صیب، وزیر صیب، له والي صیب او د معارف له چارواکو غواړم چې بست دې ترهغه وځنډوي چې څو پورې زما سرنوشت نوي معلوم شوی، که زه مجرم یم نو باید چې د سید جمال الدین افغان په چوک کې راته سزا راکړی شي او که داسې نه وې نو ماته دې خپل حق راکړي."

د مدنې تولني غړی عبدالواحد وحداني وايي په معارف کې د شته ادارې فساد په وجه ډېر کسان دی ته اړ شوي چې په خلاف یي خپل غږ پورته کړي:

"موږ چې ددې ورور دغه حالات ولیدل چې خپلو بچو سره راغلی و او دیته تیار شوی وچې په ځان او بچو پیټرول واچوي او ځانونه وسوځوي نو دا دیو درد له مخي راغلی و ،دا به دردیدلی و، دې سره به ظلم شوی و او دې باندې موږ سترګې نه پټوو چې دا نشته، دا فساد په معارف کې هم شته اونورو ادارو کې هم شته چې کامیاب یو کس وې دنده بل ته ورته ورکول کېږي، د پیسو او واسطو په وسیله دیو حق بل ته ورکول کیږي."

د کونړ ولایتي شورا غړی حاجي محمد ساپی وایي په ولایت کې يې په ګڼو دولتي ادارو کې، اداري فساد موجود دی او له امل يې هم د اکثرو دولتي ادارو په چارو کې د وکیلانو او دولتي چارواکو لاسوهنه ده:

"زه د کونړ مختلفو ادارو ته تللی یم، دهغه نه مې نظارت کړی دی، تر دې وخته چې زه چې څومره معلومات لرم د معارف په ګډون د کونړ په ټولو ادارو کې فساد شته، بدبختانه چې په کونړ کې کوم امتحانونه اخیستل کېږي د مرکز کابل څخه وزیران، نور لوړ پوړي چارواکي، د ولایتي شورا او ملي شورا وکیلان او سیمه ییز چارواکي پکي لاسوهنه کوي، نو فساد شتون لري."

په کونړ کې د پوهني رئیس سید جمال الدین حسني ازادي راډیو ته وویل دوی کوم غیري قانوني کار نه دی کړی بلکي عبدالعزیز نامي د ډېر وخت لپاره غیر حاضر و او خپله دنده يې نه ترسره کوله، نو دوی هم هغه له دندې ګوښه کړی او دا دهرې ادارې قانوني حق دی:

"زه باید د نومړي په هکله دومره ووایم چې د ملکي خدمتونو د کار د قانون له مخي هرڅوک چې بې له کوم عذره شل ورځې د ندې ته حاضر نشي باید منفک شي او دی هم په همدې اساس له دندې ګوښه شوی، که بیاهم دی وایي چې غیري قانوني منفک شوی یم، نو خپله عریضه دي راوړي چې موږ پرې دقیق کار وکړو، خو زه چې څومره معلومات لرم د منفکۍ وجه یي غیر حاضرې ده."

حسني په خپله اداره کې د اداري فساد شتون نه مني او وايي چې هرچا سره اسناد موجودوي دوی سره دې شریک کړي.

دا یوازي کونړ نه دی چې خلک په ادارو کې له شته اداري فساد څخه شکایت کوي بلکی د هېواد له اکثرو ولایتونو دی ته ورته شکایتونه کېږي، خو ولسمشر غني وايي کله چې په فساد کې ککړو کسانو ته لاس وروړې بیا پرې تور لګول کېږي چې ګنې دی ټول قدرت په خپلو منګولو کې نیول غواړي

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG