د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د حکومت د مشرانو ترمنځ را پورته شوو اختلافاتو او د دغو اختلافاتو عواقبو ته ځانګړي کړي دي.
سرخط:
د نظام تخریب د نظام په جامه کې، دا د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.
په سرمقاله کې راغلي، د ملي وحدت حکومت د دوه کلنۍ په درشل کې د عبدالله دغه خبرې چې "که څوک د بحث حوصله نه لري، د ریاست لیاقت هم نه لري."د حکومت دننه د پراخو اختلافاتو نښه ده.
د سرمقالې لیکوال ویلي، په تېرو دوو کلونو کې د جمعیت ګوند رهبري په ځانګړې توګه د بلخ سرپرست عطا محمد نور او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، پر عبدالله ډېر حساب کاوه، خو اوس د دغه ګوند مشران له عبدالله څخه ناراضه شوي او دا ځکه چې د سپېدار ماڼۍ دروازې یې پر مخ بندې شوي دي.
د سرخط په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د جمعیت د ګوند د فشارونو له امله عبدالله عبدالله دې ته اړ شو چې پر ولسمشر انتقادونه وکړي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې یو نه دواړه مشران د مشرۍ لیاقت نه لري او دا ځکه چې هم حکومت مشروعیت نه لري او هم یې د دو کلونو په پوره کېدو د پام وړ کارونه نه دي کړي.
په سرمقاله کې راغلي، سنبله راروانه او د حکومت دوه کلونه پوره کیږي او د حل لاره داده چې افغانستان کې باید یو قانوني او مشروع حکومت رامنځ ته شي.
د ورځپاڼې په باور، ستونزه پر دې نه حل کیږي چې د اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله واک دې زیات شي، بلکې د ولس غوښتنو ته باید پام وشي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې د حکومت د مشرانو اختلافاتو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې د دو کلونو په پوره کیدو ولسمشر او اجرائيه رئیس ونه توانېدل چې خپل منځي اختلافات حل کړي.
په مطلب کې راغلي، د حکومت مشران باید تر خپل منځه اختلافات پای ته و رسوي او د ملي ګټو پربنسټ پریکړې وکړي، ځکه د همدغو مشرانو د اختلافاتو له امله ناامنۍ ورځ تر بلې زیاتیږي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د حکومت مشرانو ته سپارښتنه کړې چې هېواد د کړکېچ خواته مه بیایي.
په سرمقاله کې راغلي، بې باوري او نه همغږي د ملي وحدت د حکومت مزمنه ناروغي ده چې ورځ تر بلې زیاتیږي او دې ناروغۍ په دې وروستیو کې د حکومت د مشرانو ستونی هم په درد کړی دی.
د سرمقالې لیکوال ویلي، که ولسمشر اوسنیو ستونزو ته رسیده ګي ونه کړي، د حکومتي چارواکو ترمنځ به اختلافات زیات، د حکومت مشروعیت به لا کمزوری او لرې نه ده چې یوشمېر ولایتونو د طالبانو لاس ته ولوېږي.