د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د المپیک مډال ګټونکي پر ویاړ سربیره نور څه ترلاسه کوي؟


په ریو دې جنیرو کې د المپیک په نړیوالو لوبو کې د افغانستان ۳ لوبغاړو نه یوازې کوم مډال ترلاسه نه کړ، بلکې د لوبو په لومړیو پړاوونو کې ووتل خو د امریکا د متحدوایالاتو نوم سږکال د مډالونو د ګټونکو هېوادونو د فهرست په سر کې دی، چین او جاپان په وار سره په دوهم او دریم مقام کې دي.

راځئ وګورو د المپیک مډال- هغه څه چې افغانستان سږکال ترې محروم دی د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لپاره څه معنا لري.

دې پوښتنې ته چې د المپیک د مډال ګټونکي پر ویاړ سربیره نور څه ترلاسه کوي، ځواب ویل یوڅه ګران دی، ځکه دا امتیازونه په ټولو هېوادونو کې یوشان نه دي.

هغو ورزشکارانو ته چې د المپیک په نړیوالو لوبو کې مډال ګټي، عموما نقدي امتیازات ورکول کېږي خو اندازه یې په هر هېواد کې توپیر لري.

د مثال په ډول په جرمني کې هر ورزشکار ته چې د المپیک د سروزرو مډال ګټي، شل زره یورو جایزه ورکوي.

په امریکا کې د المپیک په لوبو کې د سروزرو د هر مډال په بدل کې ۲۵ زره ډالر ورکول کېږي او امریکايي لامبوزن مایکل فلیپس ځکه ډیر نیکمرغه دی چې تر دې دمه یې د سروزرو ۲۲ مډالونه ګټلي او وايي چې نورو ته هم سترګې په لاره دی.

مایکل فلیپس
مایکل فلیپس

خو پوهیږئ چې د المپیک د مډال ګټونکو ورزشکارانو ته تر ټولو زیات مالي امتیاز داسې یو هېواد ورکوي چې نه کوم ابرځواک دی او نه یې اقتصاد د نړۍ له شتمنو هېوادونو سره مقایسه کېږي.

دا هېواد آذربایجان دی، د فرانسوۍ ورځپاڼې لي فیګارو د راپور له مخې د آذربایجان دولت د سروزرو د هر مډال ګټونکي ته څلور نیم لکه یورو جایزه ورکوي.

ځینې هېوادونه مډال ګټونکو ورزشکارانو ته د نغدو پیسو ورکول مناسب کار نه ګڼي ځکه نظر یې دا دی چې دا ورزشکاران له یوې خوا له اقتصادي پلوه ښه ژوند لري او له بلې خوا دا نظریه هم شته چې د المپیک د مډال ارزښت په پیسو نشي اندازه کیدلای.

​په ایران کې د المپیک د سروزرو د مډال ګټونکي ته د سروزرو یو بوټ چې ارزښت یې د ۲۵۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ ډالرو ترمینځ دی، او د سروزرو ۳۰۰ سکې چې هره یوه یې درې سوه یورو ارزښت لري جایزه ورکول کیږي.

په برتانیا کې د المپیک د سروزرو د مډال ګټونکي ته د نغدو پیسو ترڅنګ دا ویاړ هم ورکول کېږي چې پر پوستي ټکټونو یې تصویر چاپیږي- هغه امتیاز چې د ملکې لپاره ځانګړی دی.

ښايي منل یې یوڅه ګران وي خو په یونان کې د المپیک د سروزرو د یوه مډال ګټونکي ته د جایزې په توګه یو خر هم ورکړل شوی.

په ۱۸۹۶ کال کې سپیریدون لوییس Spyridon Louis د ماراتون منډو د سروزرو مډال وګاټه او د ده د خپلې غوښتنې له مخې جایزه د کراچۍ خر یې د ډالۍ په توګه ترلاسه کړ.

د سپیریدون دا غوښتنه ښايي ډېره خندوونکې ښکاره شي خو ۱۲۰ کاله مخکې یوه په زړه پورې او مناسبه جایزه وه، ځکه دې ورزشکار په عین حال کې دوه نورې دندې هم درلودې- هم شپون و او هم سقاو.

نو یو سقاو ته تردې بله ښه ډالۍ به څه وای؟

XS
SM
MD
LG