د پنجشنبې په سهار د کوټې جنوب لوېديځ لور ته پر زرغون سړک د یوه قاضي د موټرو پر کاروان چې د پولیسو موټرې پهکې وې يوه بمي چاودنه وشوه چې تر لسو زيات کسان پهکې ټپيان شول.
په دغې چاودنه کې په خپله قاضي ته هېڅ زيان نهدى رسېدلى، خو د هغه د يوه ساتونکي او درېيو نورو پوليسو په شمول ۱۲ تنه ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، د دې بريد هدف امنيتي سرتېري وو.
دا چاودنه درې ورځې وروسته له هغې شوې چې د دې ښار په يوه ملکي روغتون کې تر اويا زيات کسان په ځان وژونکي بريد کې ووژل شول.
د پوليسو په وينا ناڅرګندو کسانو چاودېدونکي مواد د سړک له غاړې سره خښ کړي وو او د مرکزي شرعي محکمې د يوه قاضي ظهور شاهواني پر کاروان وچاودېدل چې په خپله هغه ترې روغ رمټ وتلى، خو د هغه د قافلې وروستي موټر ته پهکې زيان رسېدلى او د ده د يوه ساتونکي په شمول څلور پوليس عسکر او اته نور لارويان ټپيان شوي دي.
د چاودنې يو عيني شاهد وايي:
"موږ مخامخ د ټايرونو پر دوکان ناست وو، پنځه دقیقې مو نهوې شوې چې زورور غږ مو واورېد، موږ هم دستي منډې کړې او د دوکان دروازه مو راوتړله."
د چاودنې ټپيان سمدستي د کوټې ملکي روغتون ته يووړل شول چې د روغتون د رئيس عبدالرحمن مياخېل په وينا سطحي ټپيان دي.
دا چاودنه په داسې حال کې وشوه چې د کوټې په شاوخوا سيمو کې په وسلهوالو پسې د "ږمنځې په نامه" هدفي عمليات هم دوام لري.
د کورنيو چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې د دې چاودنې هدف پوليس سرتېري وو او د دا ډول چاودنو مقصد د پاکستان د ازادۍ د ورځې تخريبول دي.
ښاغلي بګټي زیاته کړه:
"د قاضي صاحب موټر مخته تېر شوى وو او د هغه شاته د پوليسو پر موټر چاودنه شوې ده، زموږ امنيتي ادارې پوليس او ملېشه سرتېري د وسلهوالو په نخښه دي، د ورانکارۍ دا ډول پېښې د اګست په څوارلسمه زموږ د ازادۍ د ملي ورځې د ګډوډۍ لپاره کېږي."
دغه چاودنه د بلوچستان پوهنتون پر لور غځېدلي سړک باندې د "اکرم هسپتال" په نامه شخصي روغتون ته نېږدې پر يوه پله برسېره شوې چې ورڅېرمهيې لويې ودانۍ هم شته او د چاودنې له املهيې ښيښې ماتې شوې دي.
د بم شنډوونکې ډلې په وينا په دې چاودنه کې له درېيو تر څلورو کېلو ګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي دي.
د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله زيهري دغه چاودنه په کلکه غندلې، خو ورسرهيې اندېښنه څرګنده کړې او پر امنيتي ادارو يې غږ کړى چې د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت د خلکو د امنيت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نهدى منلى، خو تر دې وړاندې چې پر پوليسو، ملېشه سرتېرو او دولتي چارواکو کوم بريدونه شوي، مسؤليتيې يا خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو يا وسلهوالو طالبانو پر غاړه اخیستى دى.
د يادونې وړ ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په کوټه کې قانونپوهان د وسلهوالو لهخوا په نخښه کېږي، د روان کال د جون پر اتمه د کوټې د حقوقو پوهنتون رئيس امانالله اڅکزى ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو وواژه او درې ورځې وړاندې د اګست پر اتمه د مدافع وکيلانو د اتحاديې يو مشر بلال انور کاسى ناڅرګندو کسانو وواژه، کله چې د هغه مړى له ملکي روغتونه را ايستل کېده، پر سلګونو مدافع وکيلانو يوه بله خونړۍ ځانوژونکې حمله وشوه چې د شاوخوا شپېتو قانونپوهانو په شمول څلوراويا کسان پهکې ووژل شول.
راپور: بارکوال مياخېل