د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

خوستي ځوانان: پیاوړی نظام مو پرمختګ او هوساینه تضمینوي


په خوست کې د هغو مدني ټولنو فعالان چې د ځوانانو په برخه کې فعالیت کوي وايي، اوسمهال د ځوانانو په لیکو کې د یو پیاوړي سیاسي نظام له شتون څخه د ملاتړ روحیه پیاوړې شوې ده.

دوی زیاتوي، ځوانان یوازې د یو با ثباته ولسواک نظام په موجودیت کې خپل پرمختګ او هوساینه ویني، خو نظام هم باید د هېواد ځوان نسل لپاره خپل مکلفیت په ښه ډول ترسره کړي.

د ځوانانو د بنسټونو فعالان ټېنګار کوي چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته په ځوانانو کې د هېوادني احساس د ترویجولو او د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ د روحیې روزلو ته، پاملرنه ډېره شوې ده.

د خوست یو تن ځوان مدني فعال احسان ارین وايي چې یوازې د پیاوړي نظام په شتون کې د ځوانانو د پرمختګ لپاره زمینې او د هغوی لپاره سوله‌ییز چاپېریال جوړېدای شي.

احسان ارین وايي:

"له نظام نه د ځوانانو ملاتړ پدې معنی دی چې د نظام په وجود کې ځوانان د پرمختللي او هوسا ژوند څخه برخمن کېږي، په لنډه معنی کله چې نظام نه‌شته، د ځوانانو لپاره ژوند نه‌شته، د نظام په شتون کې د ځوانانو پرمختګ، سوله او امن تأمین کېدای شي، نو ځوانانو ته په کار ده چې د نظام څخه ملاتړ وکړي او نظام ته هم په کار ده چې د دوی د پرمختګ او اسانتیاوو او د لا ښه ژوند لپاره خپلې هلې ځلې پراخې کړي."

مدني فعال سمیع‌الله لمر وايي چې افغان حکومت باید د ځوانانو د فکري ويښتابه او هغوی ته د هېوادني احساس د ورکولو لپاره دوامداره برنامې ولري، تر څو ځوانانو کې هېواد، ولس او نظام سره د وفادارۍ روحیه پیاوړې شي.

مدني فعال رحیم سکندر وايي چې نظام او ځوانان سره تړلي دي، د ځوانانو له ملاتړ سره نظامونه پیاوړي کېږي، خو نظام هم باید د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په ګډون د زده کړو او لازمو بوختیاوو زمینې برابرې کړي.

د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکی خلیل جان ګربزوال وايي چې په دې وروستیو کې په کلیوالي او اطرافي سیمو کې هم د نظام او ولس تر منځ په اړیکو کې پرمختګ راغلی دی.

خلیل جان ګربزوال زیاتوي:

"دا ډېره موده چې موږ په اطرافو او ولسوالیو کې ګورو د ولس او نظام تر منځ واټن ورځ تر بلې په کمېدو دی، هر څوک د خپل هېواد د عسکر او پولیس قدر کوي، مینه ورکوي، دوی په دې باور دي چې د همدې امنیتي ځواکونو د قربانیو په نتیجه کې دوی د امن او سولې ژوند تېروي."

بل‌خوا د خوست والي حکم خان حبیبي هم ځوانانو ته په خطاب کې وايي چې د افغانستان واکمن نظام د ځوانانو د هر اړخیز پرمختګ لپاره په ټولو برخو کې لنډمهاله او اوږد مهاله برنامې لري او دا برنامې هغه مهال پلي کېږي چې ټول خلک او په خاصه توګه ځوانان د نظام سره په هر ګام کې ملاتړي او همکار پاتې شي.

خوست والي وړاندې وايي:

"تاسو تل د خپل نظام د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات لپاره تل مو غږ پورته کړی او مبارزه مو کړې ده، یو ځل بیا هم په ولس غږ کوم چې د خپل نظام د هر اړخیز ثبات لپاره د نظامي قوتونو څخه د ملاتړ په کار کې خپل تعهد تازه کړئ، دوی حق لري چې موږ د دوی ستاینه وکړو او د دوی تر شا کلک ودرېږو."

په خوست کې د ځوانانو د بنسټونو فعالان ټېنګار کوي چې تر اوسه هم د ځوان نسل لپاره د زده کړو او کار شرایط محدود دي، د نظام په مدیریتي چارو کې د ځوانانو ونډه کمه او د منلو وړ نه‌ده او په هېوادنیو مسایلو کې هم د هغوی نظرونو او افکارو ته لازمه پاملرنه نه‌ده شوې.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG