د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

یو افغان پلاوی پنځمه اقتصادي ناسته کې ګډون لپاره ایران ته تللی


د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ او اقتصاد پنځمه غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.

د ماليې وزارت چارواکي وايي چې دا غونډه د دوو ورځو لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په خاطر جوړېږي.

د سوداګریزو او ګمرکي اړیکو پراختیا او د ټرانزیټ او انرژۍ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول د افغانستان او ایران تر منځ د پنځمې سوداګریزې او اقتصادي غونډې اجنډا جوړوي.

د ماليې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ماليې وزیر به په دغې غونډه کې تر ډېره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر تخنیکي لارو چارو وغږېږي.

عبدالرحیمزی: په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې اقتصادي اړیکې څېړل کېږي
عبدالرحیمزی: په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې اقتصادي اړیکې څېړل کېږي

هغه زیاته کړه:

"د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د یوه پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر ایران ته تللی دی، هلته د دوه ورځو لپاره غونډه ده، نن هم دوام لري په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې اقتصادي اړیکې څېړل کېږي."

افغانستان د اړتیا وړ ډېر مواد له ایرانه واردوي او په وروستیو کې د چابهار بندر څخه د استفادې تړون تر لاسلیک وروسته انتظار دا دى چې له ایران او هندوستانه به دا کچه لا پراخه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو له خرابوالي سره افغان حکومت په هڅه کې دی چې د خپل اړتیا وړ موادو د واردولو او خپلو تولیداتو ته د بازار بدیلې لارې پیدا کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون که څه هم په اقتصادي اړیکو کې د سیاست سیوری ګتور نه ګڼي خو وايي چې د ایران او نورو سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان پیاوړې اقتصادي اړیکې د دغه هېواد په ګټه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون
د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون

هغه وايي:

"زما په باور د پاکستان سره د ضد له امله د متبادلو لارو پیدا کول د افغانستان په ګټه نه ده خو موږ باید د پاکستان ګټې او د هغې هېواد ستراتژیک لیدلوری د فشار په توګه هم په پام کې ونیسو چې پاکستان کله کله د افغانستان له دغه مجبوریته ګټه اخلي نو که نورې لارې لټول کېږي د ځينو مواردو په پام کې نیولو سره د افغانستان د اقتصاد په ګټه تمامېږي."

ښاغلی سیحون وايي چې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان پراخې اقتصادي اړیکې نه یوازې د افغانستان په ګټه دي بلکې دا کار د سیمې اقتصاد هم پیاوړی کوي.

نوموړی وايي چې افغانستان باید د راکړې ورکړې لپاره له خپل جغرافیايي موقعیت څخه پوره ګټه پورته کړي تر څو له دې لارې خپل اقتصاد پر پښو ودروي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG