د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

احمدي: درې نړیوال قاچاق کوونکي نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد مبارزې معینیت وايي، درې داسې نړیوال قاچاق کوونکي یې نیولي چې له لسو کلونو راهیسې د پولیسو تر تعقیب لاندې وو.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي وایي، جمعه خان، عبدالحی او میر ولي هغه قاچاق وړونکي وو چې په ملي او نړیواله کچه یې د قاچاق په کاروبار کې لاس درلود.

ښاغلي احمدي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له دغو قاچاق وړونکو څخه سلګونه کېلو ګرامه نشه یي مواد هم ترلاسه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي
د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"د نشه يي توکو یو نړیوال قاچاق کوونکی او د وسله والو مخالفینو او ترورېزم تمویلوونکی، حاجي جمعه خان د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی، همدارنګه حاجي غلام سخي چې د مخدره موادو ستر قاچاق کوونکی دی او میر ولي چې دی هم د مخدره مواد یو پېژندل شوی قاچاق کوونکی دی په نیمروز ولایت کې نیول شوی، د درې واړو قضیې اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي."

ښاغلي احمدي وویل، دغه قاچاق کوونکي د عملیاتو پر مهال له سلګونه کېلو ګرامه مخدره موادو، موټرو او وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.

سربېره پر دې ښاغلي احمدي وویل، په روان کال کې د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د مخدره موادو ۲۷ قاچاق کوونکي نیول شوي چې څلور په کې ښځې، یو ایرانی، یو ترکى او دوه یې پاکستانیان دي.

ښاغلي احمدي هیله وښوده چې عدلي او قضايي ځانګړي ارګانونه په دې هکله قانوني اجرآت وکړي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز بیا ډاډ ورکوي چې د دغو نیول شویو قاچاق وړونکو پر وړاندې به د قانون سره سم اجرأت وشي.

د دغه مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل:

"ټولې قضیې چې د کشفي ارګانونو او په تېره د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د پولیسو له خوا دې مرکز ته راجع کېږي، د تورنو سره یې د قانون سره سم چلند کېږي او کومه جزا چې ورته قانون په پام کې نیولې د مدافع وکيل په موجودیت کې په یوې عادلانه محکمه کې ورته اعلانېږي."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې د کورنیو چارو وزارت او یو شمېر دولتي چارواکو ویلي چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ځیني لوړ پوړي دولتي چارواکي هم لاس لري.

په دې اړه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مسٶلین وايي، تر کوم ځایه چې پر ځینو چارواکو د دغو موادو قاچاق ثابت شوی، هغوی عدلي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG