د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

جانخېلو پوليس وايي ۸ ورځې کيږي جنګ دی زخميان يې مړه شول


د پکتيا جانخېلو ولسوالۍ کې له تېرو اتو ورځو راهيسې جګړه روانه ده چې په دغه جګړه کې د وسله والو لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ملي او محلي پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د سيمې څخه د افغان ځواکونو سرتيري وايي چې دوی د اکمالاتو له کمبود سره مخ دي او زخميان يې د امکاناتو او روغتون د نه انتقال په اساس مړه شوي دي.

د پکتيا جانخېلو ولسوالۍ پوليسو د ټليفون پر ليکه ازادي راډيو ته وويل چې دوی له تېرو اتو ورځو راهيسې په جګړه کې لګيا دي، خو د حکومت له لوري ورته اکمالات نه دي شوي او له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، که دوی ته اکمالات ونه شي د مرګ له تهديده نه شي ژغورل کېدی او په خبره يې چې د دوی مړي او زخميان په سيمه کې پراته دي او ان د زخميانو د تداوي لپاره لومړنۍ طبي مرستې نه لري.

د جانخېلو ولسوالۍ د دوو پوستو مسول وايي:

"محمد امين مبارک يم، د جانخېلو ولسوالۍ د چلم پوستو مسول، دغه اته ورځې کيږي په موږ جنګ دی او په لومړۍ کرښه کې پراته يو ولې دولت موږ ته پاملرنه نه کوي، له قومندانه نيولې ان تر وزير پورې، هېڅوک زموږ غږ نه اوري چې زنګ ورته وکړو دومره وايي چې موږ وظيفه لېږلې ده، خو تر اوسه پورې نه معلوميږي چې د دوی وظيفه له ګردېزه وتلې ده کنه او مرستندويه ډله به موږ ته راورسيږي او کنه، همدا اوس هم جنګ روان دی، د سهار له پينځو شروع شوی دی او د محلي پوليسو د يو مشر کور ته يې اور اچولی دی، د ملي او محلي پوليسو په دوو پوستو همدا اوس هم انداختونه روان دي، تر اوسه پورې د دوی د مرستندويه ډلې درک نه لګيږي او لوړ مقامونه زموږ غږ ته غوږ نه ږدي."

د نوموړي په خبره، د امکاناتو په نشتوالۍ کې د ولسوالۍ د دغو پوستو ساتنه د دوی د توان څخه وتلی کار دی او له حکومته ګيله کوي چې مرکزي او ولايتي اداره د دوی غږ نه اوري او پرته له ژمنو يې هېڅ نه دي کړي.

يوځل بيا محمد امين مبارک:

"له کومې ورځې چې په ولسوالۍ بريد شروع شوی له هغې تر دې مهاله نه کوم اکمالات شوي دي او نه هم زموږ د زخميانو د تداوۍ غم شوی دی او هغه جسدونه چې دلته پراته دي د هغه د پورته کولو لپاره هېڅ نه دي شوي، پينځه زخميان مو همدا اوس هم پراته دي، دومره څه نه شته چې پانسومان يې وشي اکمالات خو لويه خبره ده."

يوازې د پوليسو قومندان دا خبره نه کوي چې د دوی غږ نه اورېدل کيږي هلته شته عسکر د خپلو وژل شويو او زخمي ملګرو کيسه او له حکومته د مرستې نه رسېدو ګيلې کوې وايي چې که د دوی غم ونه خوړل شي خپل ژوند له لاسه ورکوي، يو بل عسکر چې د جګړې له ډګره له ازادۍ راډيو سره د ټليفون پر کرښه غږيږي:

"درېيم ساتنمن عبدالبصير يم، د بغلان ولايت او د احمدخېلو ولسوالۍ کې عسکر يم، د تېرې چهارشنبې په ورځ د اسد مياشتې په ۱۴ نېټه د ماذديګر څلور بجې په ولسوالۍ بريدونه پيل شول چې په پايله کې يې دوه نفره شهيدان، پينځه نفره زخميان دي تر اوسه پورې مرکز او بلې مرجع ته نه دي انتقال شوي دي، زخميان مو د کوما په حال کې پراته دي، لرې پرته ولسوالي ده هېڅ امکانات نشته، اته ورځې کيږي هلته هېڅ وسايل نشته جسدونو دلته بوی کړی دی، موږ هره ورځ قومنداني او وزارت ته پرلپسې زنګونه کړي دي وايي په يو ساعت او نيم ساعت کې مو تاسو سره مرسته کوو او جسدونه جګوو خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی."

دی له ازادۍ راډيو غواړي چې د دوی غږ لوړو مقامونو ته ورسوي او وايي چې تر اوسه پورې د ولايت په کچه د دوی غږ کومې ادارې نه دی اورېدلی او د مرستې تمه يې ترې پرې شوې ده.

د پوليسو دغه خبرې د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ رښتيا ګڼي وايي، دوی اوس اقدام کړی دی او له نننۍ ناستې وروسته سيمې ته ځي:

"دغه اوس قومندان د قول اردو او قومندان د پوليسو د زون خبرې روانې دي او هڅه کوي چې نن د اردو ټولي، قمانډو او مجهزو ځواکونو سره سيمې ته لاړ شي، رښتيا هم د پوليسو د دغو سرتېرو چې تاسې سره يې اړيکه نيولې خبرې په حقه دي، اته ورځې کيږي چې جګړه ده او نن هم د محلي پوليسو د يو سل کسيز ګروپ مشر ته د وسلوالو له لوري د هغه کور ته اور اچول شوی دی او انداختونه روان دي، خو موږ هم خپل اقدامات کړي دي او لا هم لګيا يو چې اقدام وکړو."

نوموړی دا هم وايي چې په دغه جګړه کې دوی وسلوالو ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده او چاڼيز عمليات يې کړي دي، خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوی د جانخېلو ولسوالي محاصره کړې او هلته شته ځينې پوستې يې سره له ټولو اکمالاتو لاسته ورغلې او د محلي پوليسو دوه کورونه چې د اوسېدو مرکزونه وو، له ټولو وسايلو سره وسلوالو ته په لاس ورغلي او وروسته يې کورنو ته اور اچولی دی.

په جانخېلو کې د تودې جګړې خبرې په داسې حال کې کيږي چې د پکتيا زرمت، څمکني، لجه منګل او مېرزکه هم د ولايتي شورا وکيلانو په خبره تر لوړ تهديد لاندې دي او هر وخت ترې د جګړې او چاودنو خبرونه راځي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:35 0:00

راپور- داود تپان

XS
SM
MD
LG