د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

احسان: د غور پسابند کې شاوخوا ۴۰۰ امنیتي ځواکونه محاصره دي


د پسابند په ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو لخوا محاصره شوي دي.

دغور د ولایتي شورا رييس فضل الحق احسان او ځینې مدني فعالان خبرداری ورکوي چې که نن امنیتي ځواکونه سیمې ته ونه رسېږي، پسابند ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د غورولایت د پساوبند په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمینځ د څلورو میاشتو زور ورو جنګونو وروسته، وسله وال مخالفین وتوانېدل چې ددغه ولسوالۍ وروستي کمربندونه جنګ جای او مدیرران ونیسي.

د غور د ولایتي شورا رییس فضل الحق احسان په داسې حال کې چې پر دغې پېښې اندېښنه ښيي وایي چې که سیمې ته نور ځواکونه ونه رسېږي د ۳۵۰ افغان ځواکونو ژوند به له خطرسره مخ شي.

دی له مرکزي حکومته غواړي چې سیمي ته دې د تازه ځواکونو په لېږلو بېړه وکړي.

احسان: که تازه دمه ځواکونه ونه رسېږي د محاصره سرتېرو ژوند به له ګواښ سره مخ شي
احسان: که تازه دمه ځواکونه ونه رسېږي د محاصره سرتېرو ژوند به له ګواښ سره مخ شي

هغه زیاته کړه:

"که وضعیت بدل نه شي، موږ به د ۳۵۰ افغان ځواکونو د وژنو، شاهد ان و اوسو، تراوسه شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي، که تدابیر ورته ونه نیول شي، دغه بدبختي د غور خلکو، مدني ټولنې او مشرانوته داندیښنې وړ ده."

دی وايي که د پسابند ولسوالۍ سقوط وکړي، د ولایت د مرکز په ګډون به د لویدیځ او جنوب لویدیځ پنځه نورې ولسوالۍ هم له خطر سره مخ شي.

د غور د ولایتي شورا بل غړی سخي جاوید وايي همدا اوس د افغان امنیتي ځواکونو مړي او ټپیان له طالبانو سره دي.

جاوید وايي، پسابند ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده او کولی شي له مختلفو خواو څخه پر حکومتي تاسیساتو بریدونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"شهید او ټپي سرتېرو مو له طالبانو سره دي، ولسوالۍ محاصره ده، د قوماندانۍ او ولسوالي ودانۍ هدف ګرځېدلي دي."

د ولایتي شورا بل غړی محمد هاشم فیضي هم اندېښنه لري او سیمي ته د تازه ځواکونو په استولو تاکید کوي.

د یاد ولایت د مدني ټولنې فعال محمد حسن حکیمي هم وایي، طالبان به پرمختګ وکړي او وسلې او تجهیزات به ېې لاس ته ورشي.

حکیمي وايي راتلونکي شپه خطرناکه ده او حکومت دې ورته تدابیر ونیسي.

ومو غوښتل په دې اړه د سیمې د امنیه قوماندانۍ نظر واخلو، خو هغوی په دې اړه خبرو کولو ته حاضرنه شول.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG