د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

په کابل کې د تښتول شوېو بهرنیانو په اړه نړېوالې تبصرې


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د هغو بهرنیانو په اړه یوه مقاله لیکلې چې په کابل کې تښتول شوي دي.

ورځپاڼه لیکي په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه ښوونکي چې یو د امریکا او بل د استرالیا وګړي وو د یکشنبه په ماښام د وسلې په زور د ناپیژندل شوېو کسانو له خوا وتښتول شوه.

د ورځپاڼې په لیکنه تښتوونکو د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم درلود.

لیکوال زیاتوي دغه بهرنیان داسې مهال تښتول شوي چې تر دې درې ورځې وړاندې په هرات کې پر بهرنیو سیلانیانو پر یوې ډلې برید وشو او پنځه تنه په کې ټپیان شوه.

د هغې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو اخېستی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي:

په همدې ورځ اوه تنه پاکستانیان داسې مهال په جنوب ختیځ ولایت لوګر کې د طالبانو له خوا وتښتول شوه چې هلیکوپټرې یې په ازرې ولسوالۍ کې سقوط وکړ.

د لیکوال په خبره که څه هم په کابل کې د دوو بهرنیانو د اختطاف مسؤلیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، خو وایي پلازمینه کابل د هغو جنایتکارو ډلو څخه چې په تښتوونو او باج اخیستلو کې برخه لري، په تنګ شوي دي.

ګارډین:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې هم په کال کې د دوو تښتول شوېو بهرنیانو په اړه تبصره کړې ده.

ګارډین لیکي په افغانستان کې تښتوونې بې سابقه نه دي.

لیکوال زیاتوي تېرکال هم په کابل کې د یوې هندۍ میرمنې په ګډون درې بهرنیان تښتول شوي وو چې هندۍ مېرمن تېره میاشت له اختطافچیانو وژغورل شوه.

ګارډین لیکي:

په کابل کې د یوه امریکایي او یوه اسټرالیایي وګړي اختطاف کولای شي په ټول افغانستان کې د بهرنیانو په تېره بیا د بهرنیو خبریالانو د تښتولو خطر ډېر کړي.

د ګارډین په لیکنه د ولسمشراشرف غني حکومت چې د امنیت د ټینګښت او کارموندني ژمنې یې له خلکو سره کړې وې، تر اوسه نه دی توانیدلی له طالبانو سره پنځلس کلنه جګړه ختمه کړي او یا هم په دغه هېواد کې د جرمونو او جنایاتو مخه ونیول شي.

نیوزویک مجله:

نیوزویک مجلې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې هغې ادعا ته اشاره کړې چې وایي، د امریکایې سرتېرې وسلې او تجهیزات یې لاسته ورغلي دي.

د نیوزویک مجلې په لیکنه داعش ډلې د یوې ګرځنده توغندي ویشتونکي دستګاه، راډیو، لاسي بمونو او د یوه امریکایې سرتېري د هویت کارت انځورونه خپاره کړي دي.

نیوزویک لیکي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مخصوصاً د افغانستان په ختیځو ولایتونو خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.

XS
SM
MD
LG