د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

د طالبانو لخوا د کانونو پر ناوړه استفادې د "ډیپلوماټ" مقاله


ډيپلومات:

ډيپلومات خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د وسله والو طالبانو له خوا د افغانستان د کانونو پر ناوړه استفادې ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې د بدخشان ولايت يادونه شوې چې يو وخت د افغانستان له خوندي ولايتونو و، خو په وروستيو کلونو کې هلته د وسله والو ډلو او طالبانو له خوا ناامني زياته شوې چې د لاجوردو پر غني کانونو د کنټرول لپاره په رقابت بوخت دي.

د ډيپلومات په ليکنه، دغه قيمتي ډبرې پاکستان ته قاچاقېږي، وروسته د چينايي معامله کوونکو لاس ته ورځي او له دې درکه سخت دريځو وسلوالو ته په زياته پيمانه پيسې لاس ته ورځي.

ډيپلومات د ګلوبل ويټنس يوه تحقيقي راپور ته اشاره کړې چې په کې ويل شوي، وسله والو طالبانو ته د لاجوردو د غيرقانوني قاچاق له درکه تېر کال ٤ مليونه ډالره ګټه په لاس ورغلې ده.

ګلوبل ويټنس چې غيردولتي ارګان دى، په نړۍ کې د اداري فساد په باب څېړنيز راپورونه خپروي.

د اداري فساد-ضد د دغه څارونکي سازمان په باور، د وسله والو ډلو له خوا پر کانونو کنټرول د دې سبب شوى چې د افغان دولت د لسګونو میليونو ډالرو په ارزښت عوايد ضايع شي.

ډيپلومات خپرونه د ګلوبل ويټنس په حواله زياتوي، د ٢٠١٤میلادي او ٢٠١٥میلادي کلونو ترمنځ موده کې د لاجوردو د غېرقانوني تجارت ارزښت٢٠٠ میليونه ډالره و.

د خپرونې په حواله که څه هم افغان حکومت د قيمتي ډبرو د کانونو پر سپړلو بنديز لګولى، خو بيا هم نه دى توانېدلى د وسلوالو طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو مخنيوى وکړي.

ډېلي مېل:

بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په خپله پرونۍ ګڼه کې افغانستان ته د ګرځندويانو پر ورتګ ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي: په داسې حال کې چې له جګړه ځپلي افغانستان نه په زرګونو کسان د وتلو په حال کې دي، يو امريکايي ګرځندوى جان ميلټُن په وروستيو کې د سياحت لپاره افغانستان ته سفر وکړ.

د ډېلي مېل په ليکنه، ميلټُن په افغانستان کې د خلکو خبردارۍ، د ناامنۍ او د اختطاف خطرونه له پامه وغورځول.

په ليکنه کې د پنج شنبې ورځې هغې حملې ته اشاره شوه، چې په هرات ولايت کې يې يوه ډله امريکايي او اروپايي ګرځندويان په نښه کړل. په پېښه کې ځينې ګرځندويان ټپيان شول.

ليکنه زياتوي، ٤٦ کلن جان ميلټُن چې پخوا يې د بانکدارۍ په برخه کې کار کاوه، تېره ميلادي مياشت افغانستان ته سفر وکړ.

ده ورځپاڼې ته ويلي: زما کورنۍ او دوستانو فکر کاوه زه ساده سړى يم چې د دې سفر دا لوى خطر په ځان منم.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند هارون حکيمي ويلي چې تېر کال ٢٠زره بهرنيانو کابل ته سفر کړى. ده ويلي چې افغانستان بهرنيو سيلانيانو ته سخته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG