د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

خوست کې د زده کوونکو عملي زده کړو ته پام ډېر شوی


په خوست کې یو شمېر خصوصي ښوونځیو د خپلو زده کوونکو لپاره د مکتبونو له چاپیریال دباندې د عملي زده کړو او لیدنو کتنو زمینې برابرې کړي دي.

د خصوصي ښوونځیو مسوولین وايي له دې کاره يې موخه داده چې زده کوونکي ډېر څه په خپلو سترګو وویني او د زده کړو اړوند مسایل يې په حافظه کې کیني.

هغوی زیاتوي د ساینس او ټکنالوژۍ د زده کړو لپاره يې په ښوونځیو کې یو شمېر چارټونه نصب کړي همدارنګه کمپیوټر خونې او لابراتوارونه يې جوړ کړي، خو د جغرافیې، تاریخ، فرهنګ او نورو ټولنیزو مسایلو د زده کړو په باب کوښښ کوي، چې د ښوونځي له چاپیریاله دباندې زده کوونکو ته د لیدنو کتنو فرصتونه برابر کړي.

د سپین سبا په نوم د یوې خصوصي لیسې مدیر ولایت خان متقي چې یوه ډله زده کوونکي يې د تڼیو غرونو، ځنګلونو او معدنونو لیدلو ته بیولي وايي، چې دوی مخکې له زده کوونکو سره د لوستونو د مربوطو موضوعګانو د عملي لیدنو ژمنې کړې وې.

دی زیاتوي مخکې يې زده کوونکي د تاریخي مسایلو سره د اشنایی په خاطر خوست موزیم ته بیولي ول او اوس يې د ځنګلونو او معدنونو لیدلو ته وروستي دي.

په خوست کې د نورالبصر په نوم د پنځو ښوونځیو موسس بادشاه سبحان وايي چې په خصوصي سکټور کې د زده کوونکو لپاره د زده کړو د ښه چاپیریال برابرول د دې لامل شوي دي، چې خلک په خصوصي ښوونځیو باور وکړي او خپل ماشومان په کې شامل کړي.

دی زیاتوي خصوصي ښوونځیو د ساینسي تجربو لپاره لابراتوارونه، د کمپوټر خونې، کتابتونونه او نور اړین ښوونیز وسایل چمتو کړي او زده کوونکي ورڅخه ګټه پورته کوي.

یو زده کوونکی چې د غرونو، ځنګلونو او معدنونو لیدنو ته له خپلو ټولګیوالو سره ورغلی، د زده کوونکو لپاره د عملي زده کړو د ارزښت په تړاو وايي:

"زه بخترا خان د سپین سبا د خصوصي لیسې زده کوونکی، موږ ته په ټولګي کې ښوونکو د ځنګلونو، تاریخي ځایونو، معدنونو او نورو طبعي زیرمو په اړه مالومات راکړي ول، موږ چې اوس دا هر څه په عمل کې ولیدل په دماغو کې مو ډېر ښه کېناستل، د کرمیټ ډبر کانونه او نور ډېر څه مو لیدل."

د بادشاه ولي په نوم یو مشر چې دوه زامن يې په یو خصوصي ښوونځي کې زده کړې کوي، د ښوونځیو له لوري دا ډول پروګرامونه ګټور بولي او د نورو ښوونځیو له مسوولینو هم هیله کوي، چې زده کوونکي یوازې د ښوونځي په واړه چاپیریال کې ایسار ونه ساتي، بلکې هغوی ته د ښوونځي له چاپیریاله د باندې ځنې موضوعګانې عملاً وښيي.

د نسیم خان په نوم یو تن ښوونکی وايي چې زده کوونکي له نظري او تیوریکو مسایلو هغه څه ښه زده کولای شي، چې په خپلو سترګو يې وویني:

"افغانستان یو لرغونی او غرنۍ هېواد دی، اکثره سیمې يې ځنګلونه لري، موږ دلته د تڼیو غرونو ته راغلي یو تر څو شاګردانو ته د ځنګلونو ګټې وروپېژنو، ځکه ځنګلونه د یو هېواد د اقتصاد یوه مهمه برخه تشکیلوي، موږ شاګردان پدې موخه راوستي چې له یوې خوا دوی لپاره تفریح شي او بل لوري ته دوی د ځنګلونو په ارزښت وپوهیږي."

خوستي زده کوونکي د خوست ځنګلونو کې د علمي تجربو پرمهال
خوستي زده کوونکي د خوست ځنګلونو کې د علمي تجربو پرمهال

بل لوري ته د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د پوهنې په حکومتي سکټور کې هم یو شمېر نمونوي ښوونځي ایجاد شوي چې په هغو کې د زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره لازم وسایل او امکانات برابر دي او زده کوونکي ورڅخه عملاً ګټه پورته کوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG