د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

ولسي جرګه: پر پاکستان به د امریکا فشار مثبتې نتیجې ولري


د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي پر پاکستان باندې د امریکا د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې بندول، له تروریزم سره په جګړه کې ګټور بولي.

د سیاسي چارو کارپوهان د امریکا دا اقدام مناسب بولي، خو زیاتوي چې په جدي ډول د تروریزم په وړاندې د پاکستان په سیاست تاثیر نه کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې پر پاکستان باندې د امریکا د مرستو محدودول به د دې سبب شي چې دغه هېواد له تروریزم سره صادقانه مبارزه وکړي.

د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پر پاکستان د امریکا د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې بندول پر دغه هېواد باندې یو ډول فشار دی چې له ترریزم سره په مبارزه کې به مثبته نتیجه ولري.

یون: دا زموږ او د ټولې نړۍ غوښتنه وه باید په پاکستان باندې فشار راوستل شي
یون: دا زموږ او د ټولې نړۍ غوښتنه وه باید په پاکستان باندې فشار راوستل شي

نوموړې زیاته کړه:

"دا زموږ او د ټولې نړۍ غوښتنه وه باید په پاکستان باندې فشار راوستل شي، څو دوی په خپلو ژمنو کې صادق پاتې شي، دا فشار به مثبت وي، له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه زموږ غوښتنه داده چې خپلو فشارونو ته ادامه ورکړي، څو پاکستان د تروریزم په مقابل کې خپله ستراتیژۍ بدله کړي او په کلکه ودریږي، څو تروریستي ډلې لمنځه یوسي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو تېره اوونۍ د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې د پاکستان د نه اقداماتو له امله پر اسلام اباد باندې د درې سوه میلیونه ډالرو مرسته بنده کړه.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس پاکستان په تېرو ۱۴ کلونو کې له امریکا څخه څلور میلیارده ډالره دا ډول مرستې ترلاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس دونیمې میاشتې وړاندې ۲۰۱۷کال د فاعي بودجې د تصویب پرمهال له له سلام اباد سره څلورسوه میلیونه ډالره پوځي مرسته په دې شرط کړې وه چې پاکستان به د حقاني شبکه ځپي.

بل لوری افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه اوونۍ وړاندې د پاکستانۍ تلویزیوني شبکې جیو سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان له تروریزم سره په مبارزه کې صادقانه همکاري نه کوي او په وزیرستان کې د پاکستان پوځي عملیات د حقاني شبکې پر ضد نه و.

په ورته وخت کې امریکا تل په اسلام بادا له دې امله انتقادونه کړي دي چې د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې یې جدي اقدامات نه دي کړي، خو پاکستان تل په دې ډول اقداماتو ټینګار کړی.

د سیاسي چارو کارپوهان د امریکا دا اقدام مناسب بولي، خو زیاتوي چې په جدي ډول د تروریزم په وړاندې د پاکستان پر سیاست اغېز نه کوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې فدا محمد نظري ازادي راډيو ته وویل دا یوازې له پاکستانه د امریکا د ناخوښي یوه اشاره ده.

هغه زیاته کړه:

"زه یې تاثیر زیات نه بولم د پاکستان او مریکا اړیکې له تروریزم سره په مرسته یا نه مرسته نه دي ولاړې، بلکې دوی ترمنځ نږدې شپیته اویا کاله راهیسې دوستۍ ده."

خو له دې سره په خوا کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون په دې باور ده چې د پاکستان دوه مخی سیاست اوسمهال ټولې نړۍ ته ښکاره شوی او په دې هېواد یې خپل فشارونه زیات کړي دي.

اغلې یون زیاتوي که پر پاکستان دې ته ورته فشاردوام ونه کړي،هیڅکله به هم تروریزم ونه ټکول شي او سیمه او نړۍ به دې ته ورته له لا ناوړې پدیدې سره مخ شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG