د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د میدان وردګو والي: فسادګر به د قانون منګولو ته وسپاري


د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې د هغو خلکو پر وړاندې يې جدي مبارزه پیل کړې، کوم چې په فساد کې ښکیل دي.

دوی وايي په دې برخه کې به د فسادګرو سیاسي، ټولنیز او حکومتي موقف ته ونه ګوري.

بل خوا د میدان وردګو مدني فعالان او اوسیدونکي وايي چې تر اوسه هم په یاد ولایت کې له بډو او واسطې پرته د خلکو عادي کارونه نه ترسره کیږي او په ورځو، ورځو ځنډیږي.

د میدان وردګو والي ځونډي ګل زماني ازادي راډیو ته وايي چې د پاسپورټ ادارې درې مامورین يې په بو ځای عدلي ادارو ته ور وپېژندل او په ورته توګه د نورو هغو کسانو په لټه کې هم دي چې په فساد کې ښکیل وي.

ځونډي ګل زمانی وايي، د قانون په تطبیق کې دوی لپاره د موړ او غریب ترمنځ توپیر نشته.

د میدان وردګو والي زیاتوي:

"زموږ د فساد پر ضد باندې د اعلان مبارزه به ګړندی ساتو، په وروستیو میاشتو کې ۱۴ میلیونه افغانۍ په عوایدو کې ډېروالی راغلی دی، که په فساد کې څوک ګیر شول او موږ کوښښ کوو چې ګېر يې کړو، پرته له دې چې د هغه سیاسي، اجتماعي او دولتي موقف په پام کې ونیسو، د دوی په مقابل کې قانوني چلند کوو، پدې برخه کې زموږه سره موړ، غریب او با قدرته سړی نشته او قانون به په ټولو باندې په یو څېر تطبیقیږي."

که د میدان وردکو والي د فساد سره د کلکې مبارزې خبره راپورته کوي، بل لوري ته د یاد ولایت اوسیدونکي وايي چې تر اوسه هم په وردکو کې له رشوت او واسطې پرته عامو خلکو ته د تذکرو اخیستل هم ډېر ستونزمن دي.

"نوم مې نجیب دی، خلک د دولت له کارکرد نه ډېر ناراضه دي، په هره شعبه کې د ښه سلوک پر ځای ورڅخه پیسې غوښتل کیږي، که پیسې ورکوي کار يې کیږي او که نه نو همدلته دې پراته وي."

د میدان وردکو د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وايي چې اوس هم د کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د پراخو حکومتي دښتو سربیره په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه جریبه ځمکې په یوه او بله پلمه غصب ده او د خلاصولو لپاره يې کوټلي ګامونه ندي پورته شوي.

د وردګو اوسیدونکی زمری وايي چې پدې وخت کې د فساد پر ضد مبارزه ځکه ستونزمنه ده چې ډېر خلک په کې ښکیل شوي دي.

دی وايي کچیرې په ادارو کې شفافیت تامین شي، حق حقدار ته وسپارل شي او حقیقي مجرم ته سزاء ورکړل شي، نو د ولس او حکومت تر منځ به د اعتماد فضاء ټېنګه شي.

د میدان وردکو د ولایتي شورا یو بل غړی اخترمحمد طاهري هم له ځايي چارواکو غواړي چې د فساد سره د مبارزې شعار په عمل کې پلی کړي او د فسادګرو له منګولو خلک وژغوري:

"موږه غواړو هر څوک که زورواکی وي که چارواکی وي چې په فساد کې شامل سړی وي، موږه غواړو چې دا خلک د قانون منګولو ته وسپارل شي او دا مظلوم ولس د دوی یرغمله خلاص شي."

د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي وايي، کچیرې ځايي اداره د فساد سره صادقانه مبارزه وکړي او دا تش شعار پاتې نشي، نو ټول ولس به يې ملګرتوب وکړي او په یاد ولایت کې به د امنیت په ټېګولو کې هم اغېزمن تمام شي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG