د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

ذکريا: پاکستان له توپير پرته د ټولو ترهګرو پرضد عمليات کوي


د پاکستان د خارجه چارو وزارت وايي چې هېواد يې هېڅ يوې وسله والې ډلې ترمنځ توپيرنه کوي او په روانو پوځي عملياتو کې يې له توپير پرته ټول ترهګر ځپلي دي.

د ياد وزارت وياند دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د امريکا پاکستان ته د پوځي مرستې په لړ کې ورکوونکي ٣٠٠ ميليونه ډالر ځندولي دي.

د امریکا دفاع وزارت د حقاني شبکې پر وړاندې د کوټلیو ګامونو نه اخېستو په تور پاکستان ته ورکول کېدونکې درې سوه میلیونه ډالره پوځي مرسته درولې ده او دا پرېکړه د دغه هېواد د دفاع وزير اشټڼ کارټر کړ ده.

د پنټاګون ویاند اډم سټمپ د چارشنبې ورځ وویل، د پاکستان حکومت ته به اوس پیسې نه ورکول کېږي ځکه چې د امریکا دفاع وزیر پاکستان ته د سند یا سرټیفیکېټ له جاري کولو انکار کړی دی چې لامل یې د حقاني شبکې ضد د کافي ګامونو نه اخېستل دي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې د امريکا د دغه ګام په غبرګون کې وويل چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې په صادقانه ډول له نورو هېوادونو سره هم همکاري کوي.

ښاغلي ذکريا وايي، پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د نورو هېوادونو په پرتله زيات تاوانونه ګاللي او تر شپېته زرو زياتو خلکو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

نوموړی زیاتوي:

"پاکستان د هېڅ وسله والو تر منځ فرق نه کوي. موږ په پاکستان کې دننه د ترهګري او د ترهګرو عناصرو خلاف جګړه کوو. د دې تر څنګ موږ له نورو هېوادونو سره هم په خلوص تعاون کوو او پوره هوډ لرو چې دا ګواښ له منځه یوړل شي. زما په خیال موږ ته او نړیوالې ټولنې ته د هغو نقصانونو د یاودنې ضرورت نه دی چې د ترهګري ضد جنګ کې پاکستان زغملي دي. خو چې کله هم راته موقع په لاس راشي نو دا یادونه کول غواړو چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې پاکستان ته د شپېتو زرو کسانو مالي تاوان شوی دی. زما په فکر هغه مالي او ځاني نقصان چې موږ ته رسېدلى، د نورو هېوادونو په مقابل کې تر ټولو زیات دی."

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا درې سوه میلیونه ډالر د اېتلافي مرستې فنډ برخه ده چې د امریکا دفاع وزارت پروګرام له مخې خپلو هغو اتحادیانو ته ورکول کېږي چې د ترهګرۍ ضد جګړه یا ترهګرۍ ضد عملیاتو کې يې مالي زیان ګاللى وي.

له ۲۰۰۲میلادي کال راهیسې امریکا د اېتلافي مرستو پروګرام لاندې پاکستان ته تر اوسه څوارلس بیلیون ډالره ورکړي دي. دغه مرسته پاکستان زیاتره په ترهګري ضد جنګ کې د دفاعي لګښتونو لپاره کاروي.

تر دې وړاندې پر ٢٠١١ میلادي کال کې اسلام اباد ته نږدې د پاکستان په ایبټ آباد کې ښارګوټي کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته اوباما انتظامې پر پاکستان په موقتي ډول ۸۰۰ ميلیونه ډالر درولي ول.

د امریکا دا ګام د ترهګرۍ خلاف هلو ځلو او د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړيکيو په اړه په داسې حال کې پوښتنې راپورته کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ وار له مخې د اېف شپاړلس جنګي الوتکو د پلورلو معاملې تر څنګ په پاکستان کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور تر وژنې وروسته تعلقات پېچلي شوي دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG