د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

غني: د افغانستان نوی نسل د نفاق نه، بلکې د زغم نسل دی


ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو له لوري د ملګرو ملتونو د پامیر ماډل تر نامه لاندې په جوړ شوي کنفراس کې وویل چې د افغانستان نوی نسل د نفاق نه بلکې د اتصال او زغم نسل دی.

ښاغلی غنی وايي، نوی نسل چې په علم او تجربې سمباله دی د خپل هېواد د رهبرۍ د مسؤلیت د اخېستلو تر څنګ دی هیله من کړی چې د همدوی پر مټ به افغانستان بنسټیزې سولې او ثبات ته ورسیږي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نن د افغانستان اداره د خدای پاک په فضل ورځ تر بلې ځوانیږي او ورځ تر بلې مسلکي کیږي، هغه څه چې زه ورته هیله مند یم هغه دا دی چې تاسې ځوانان هم لید لوری لري، هم تجربه او ژمنتیا نو په دغه ژمنتیا، لید لوري او پوهې به افغانستان اساسي سولې او ثبات ته ورسیږي."

د ملګرو ملتونو د پامیر ماډل تر نامه لاندې د کنفراس مسؤلین وايي چې په دغه درې ورځني کنفراس کې به پردې بحثونه وکړي چې څنګه ځوانان له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې یو مهم رول ولوبوي.

د دغې کنفراس یوه تنظیمونکې فاطمه وايي چې په یاد کنفراس کې چې تقریباً له ټولو ولایتونو ځوانانو په کې ونډه اخېستې د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه به هم هر اړخېزې خبرې وشي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز مایکل میلېبن هم په دغه کنفراس کې د سولې، ثبات او د افغانستان د ښې راتلونکې په برخه کې د ځوانان رول خورا ارزښتناک وباله.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز مایکل میلېبن
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز مایکل میلېبن

ښاغلی مېلېبن وايي، افغان ځوانان باید په دې پوه شي چې نړیواله ټولنه یې په ټول قوت تر شا ولاړه ده څو دوی په افغانستان کې خپل مهم رول ولوبوي.

ښاغلی مېلېبن زیاته کړه:

"شته فرصتونه لاس ته راوړي او له هغې د خپل ځان او ټولنې د روښانه راتلونکې لپاره استفاده وکړي، تاسو کولای شئ او باور وکړئ چې نړیواله هلته شته چې په دې برخه کې له افغانستانه ملاتړ وکړي."

په دغه کنفراس کې بیا د اجراییه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق څرګندونې تر ډېره د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو پر رول متمرکزې وې.

نوموړی وايي، ملګرو ملتونو په تېرې یوه نیمه لسیزه کې د سولې، د نړیوالو مرستو د تظیم او د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ رول لوبولای خو لاهم تر اوږد مهاله په دې برخه د ملګرو ملتونو همکارۍ مهمه ده.

د اجراییه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق
د اجراییه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق

ښاغلي محقق زیاته کړه:

"په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې په افغانستان کې خپل مهم رول لوبولی دی، د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د تنظیم، د سولې او امنیت او د بشري حقونو د خوندیتوب په برخو کې مهم رول لوبولی دی."

ښاغلي محقق همدا راز پر ټولو ځوانانو غږ وکړ چې د یو بل په منلو او د خپلو ظرفیتونو په لوړولو د افغانستان د ښې او ډاډمنې راتلونکې لپاره مهم ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت کې سیاسي کارپوه محمد بشیر هاتف بیا وايي چې دا به ډېر وخت ونیسي څو د افغانستان په دولتي ادارو کې افغان ځوانانو ته د هغوی د پوهې او تجربې پر اساس ونډه ورکړل شي.

ښاغلی هاتف بیروکراسي، په حکومت کې د ځینو مشخصو کړیو او افرادو نفوذ، اداري فساد، د ضوابطو پر ځای د روابطو پالل او په ځینو مواردو کې له ځوانانو ابزاري استفاده هغه عوامل بولي چې په خبره یې د افغان ځوانانو د پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG