د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغانستان، پاکستان، چین او تاجکستان پوځي مشران د چین په اورمچي ښار کې د خپل منځي همکاریو د پراختیا په اړه غږیدلي دي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشبنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه هېوادونه د ترورېزم سره د مبارزې په څرنګوالي او یو بل ته د خنډ نه پېښولو په لارو چارو هم موافقې ته رسیدلي دي.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"د دې غونډې هدف دا و، تر څو په هغو لارو چارو خبرې وکړي چې د کومو لارو یو بل سره مرسته کولای شو او دا چې یو بل ته مزاحمت جوړ نه کړو، په همدې ډول په هغو لارو چارو چې د ترورېزم ضد او د هغې سره د مبارزې دي خبرې وکړي."
په دې غونډه کې د افغانستان پاکستان او چین لوی درستیزانو او د تاجکستان د دفاع وزارت مرستیال سلا کړې ده چې یو د بل د خپلواکۍ درناوی به کوي.
پاکستاني رسنیو د پوځي ادارې له قوله ویلي چې څلورو واړو هېوادونو د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا او په وړاندې یې د ګډو پوځي مانورونو په ترسره کولو هم موافقې ته رسیدلي دي.
اکسپریس ورځپاڼې لیکلي چې د سیمې دغو پوځي مشرانو د امنیت ټینګښت لپاره د خپل منځي همکارېو په ډېرېدو، د شواهدو په تصدیق او د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ګډ کار په کولو هم ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې چین او تاجکستان د افغانستان بد امنیتي وضعیت خپل ځانته ګواښ ګڼي خو پاکستان او افغانستان چې عملاً یې ترورېزم ګواښي بیا ډېر وخت یو پر بل د وسله والو د ساتلو او لیږلو انتقادونه لري.
د افغانستان لوی درستیز قدم شاه شهیم د شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د چین مرستو د جلب په خاطر په شپږ ورځني سفر هغه هېواد ته تللی دی.
د پوځي او سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان که د سیمې په کچه دا ډول ناستې تر یوه حده ګټورې ګڼي وايي چې افغان حکومت باید تر ډېره د ناټو همکارېو ته زړه ښه کړي.
د دغو کارپوهانو له ډلې اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل:
"که د سیمه ییزې همکاری په نظر ورته وګورو کیدای شي دا پریکړې زموږ سره څه مرسته وکړي خو په مجموع کې د ناټو او غوڅ ملاتړ د ځواکونو شتون بیا دا نفع کولای شي ځکه کله چې دوی دلته شتون لري او وظیفه او ژمنتیا یې هم د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او تجربې شریکول وي نو دا پریکړې بیا د هغې سره سم اړخ نه لګوي."
د امنیتي چارو بل کارپوه اجمل سایس وايي چې د پوځ د مشرانو دا ډول ناستې باید د همکاری سیمې، د همکاري ډول او په ځانګړي ډول وخت مشخص کړي.
هغه وايي چې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان په ریښتینولۍ له پخوا شک دی خو د سیمې د نورو هېوادونو په حضور کې د پاکستان بیا ژمنه باید جدي ونیول شي.
یوسف خان ځدراڼ