د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

سوریې کې د روسیې یوې هلیکوپټر سقوط کړی


نن دوشنبې په سوریه کې د روسيې يوه الوتکه په راکټ ويشتل شوې او پکې سپاره ټول پنځه کسان وژل شوي دي، الوتکه د سوريې په ادلیب ښار کې لوېدلې ده.

په دغه الوتکه کې پنځه د عملې غړي سپاره وو چې د روسيې د دفاع وزارت په وينا، په ادليب کې له بشري مرستو رسولو وروسته د روسيې يوې هوايي اډې ته روانه وه.

د کريملن وياند دمتري پيسکوف نن وويل، د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې چې موږ تر لاسه کړي، په هليکوپټر کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

پيسکوف وويل چې دغه روسان د اتلانو په مرګ مړه شول ځکه چې دوی د زياتو تلفاتو د مخنیوي لپاره د هليکوپټر مخ بلې خوا ته واړاوه.

د الجزيره تلويزيون د قطر څانګې خبريال ادحام ابو الحُسام نن دغه تلويزيون ته راپور وکړی چې د هليکوپټر د لوېدو ځای ته نيږدې وو، د الوتکې د سقوط مسېولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

"تر اوسه د سوريې د رژيم د مخالفو ډلو له خوا کوم بیان نه دی راغلی چې د هليکوپټر د سقوط مسئوليت يې منلی وي."

مخکې دفاع وزارت ويلي وو چې يوه ايم آی اته د ترانسپورت هليکوپټر په ادليب ايالت کې ويشتل شوې خو په دغه هليکوپټر کې د پنځو سپرو کسانو په اړه معلومات نه وو څرګند.

د دې الوتکې دوه چلوونکي نظامي افسران او درې د عملې غړي یاد شوي دي.

روسي ځواکونو د سوريې د پنځه کلنې جګړې پر مهال د سوريې د ولسمشر بشار اسد ملاتړ کړی دی.

له دې سره چې د سوريې په ادليب ښار کې د بشار اسد د رژيم مخالفين شته، خو تر دې مخکې داعش ډلې چې د سوريې يو شمېر برخې تر کنترول لاندي لري، خبرداری ورکړی وو چې روسيه او د دې هېواد ګټې به په نخښه کوي.

دغه خبرداری داعش ډلې د يوه ويډيويي پيغام له لارې ورکړی دی.

دا نهه دقيقه يي پيغام د داعش ډلې له خوا په انترنيټ کې پر يوټيوب پاڼه خپره شوې ده.

د داعش ويډيويي پیغام په داسي حال کې خپريږي چې ټاکل شوې ده مسکو له واشنګټن سره په سوریه کې د داعش او القاعده شبکې پر ضد د همکاريو د پراخولو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG