د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د افغانستان ۴ ولایتونو کې د خوشه يي مهماتو د شتون په اړه اندېښنې


طبعي پېښو ته د رسید په چارو کې د دولت د وزیر معاون وايي چې لاهم د افغانستان په څلورو ولایتونو کې له خوشه یي بمونو او یا مهماتو څخه پاتې ماینونه یو جدي ګواښ دي.

تخار، پکتیا، میدان وردګ او ننګرهار هغه څلور ولایتونه چې د افغان چارواکو په خبره لاهم په کې له خوشه يي بمونو څخه پاتې مایونه موجود دي او خلک ګواښي.

طبعي پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت د وزیر معاون محمد اسلم سیاس دغه موضوع د اندېښنې وړ بولي خو وايي، د خوشه يي مهماتو د لمنځه وړلو لپاره به د هغو هېوادونو له تجربو ګټه واخلي چې له خوشه يي مهماتو متاثره شوي دي.

ښاغلي سیاس نن په کابل کې د "خوشه مهماتو د منعې" د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل هغه سیمې چې په ماینونو او نا چاودو توکو ککړې دي باید د پاکولو لپاره یې دوامداره هڅې وشي.

طبعي پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت د وزیر معاون محمد اسلم سیاس
طبعي پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت د وزیر معاون محمد اسلم سیاس

هغه زیاته کړه:

"اولس سیمې چې تقریباً اوه کیلومتره مربعه ساحه احتوا کوي په خوشي بمونو ملوثې دي او د امنیتي مسایلو له کبله ددغه ساحو د پاکولو په برخه کې مشکلات موجود دي."

خوشه يي بمونه چې له لسګونو وړو ماینونو جوړ دي په لومړي ځل ترې په دوهمې نړیوالې جګړې استفاده وشوه.

له دغه بمونو استفاده له کلونو وروسته هم د ملکیانو لپاره جدي خطر ګنل کیږي.

ملګري ملتونه: دافغانستان ۸۷ خاوره له ماینونو پاکه شوې ده
ملګري ملتونه: دافغانستان ۸۷ خاوره له ماینونو پاکه شوې ده

په ورته وخت کې د ماینونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د فتر وايي د افغانستان ۷۸ سلنه خاوره له ماینونو پاکه شوې خو لاهم په ۳۲ ولایتونو کې ۱۵۷۶ کلي او د ۲۵۷ولسوالیو ۲۲ سلنه خاوره د ماینونو له خطر سره مخامخ ده.

په افغانستان کې د دغې ادارې مسول محمد وکیل وايي هڅه کوي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال تر لومړیو افغانستان له ماینونو په بشپړه توګه پاک کړي.

خو نوموړی په افغانستان کې ورستۍ وسله والې شخړې د اندیښنې وړ بولي او د جګړې د دوام په صورت کې د ماین پاکۍ د پلانونو تطبیق ناممکن ګڼي.

وکیل: تر هغه چې دغه جګړې دوام ولري د ماین پاکۍ د پلان په بشپړ ډول تطبیقول ناممکن دی
وکیل: تر هغه چې دغه جګړې دوام ولري د ماین پاکۍ د پلان په بشپړ ډول تطبیقول ناممکن دی

هغه زیاته کړه:

"که جنګ دوام ولري دا طبعې خبره ده چې جنګ خپل پاتې شونې پریږدي او بیا په دې صورت کې ددغه هدف ترلاسه کول امکان نه لري."

که څه هم په افغانستان د ماین پاکونې په برخه کې بېلابېلې موسسې کار کوي خو لاهم ماینونه له ډېرو هېوادوالو قرباني اخلي.

د ماین پاکۍ په برخه کې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي چې هره میاشت د ماشومانو په ګډون یو سلو لس ملکي وګړي د سړک د غاړي د ماینونو له کبله ژوبلیږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG