د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

حمیده اکبري: میدان وردګ کې ښوونځي د پوځي اهدافو لپاره کارول کېږي


په ولسي جرګه کې د میدان وردګو یو شمېر استازي او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وايي چې په ځینو سمیو کې سیمه ییز پولیس له ښوونځیو څخه د پوځي مرکزونو په توګه ګټه اخلي.

دوی وايي، کلونه کېږي چې دا ستونزه روانه ده.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو یو شمېر استازي او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي له مرکزي حکومت څخه غواړي چې سیمه ییزو پولیسو ته دې اجازه نه ورکوي چې له ښوونځیو څخه د پوځي مرکزونو په توګه استفاده وشي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو استازې حمیدې اکبري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل یو شمېر پولیس شته چې د میدان وردګو ولایت په ځینو ولسوالیو کې له ښوونځیو څخه د جګړې د سنګر په توګه استفاده کوي.

نوموړې زیاته کړه:

"دا څه نوې موضوع نه ده، په سیداباد، نرخ او جلریز ولسوالیو کې غیر مسئولې وسله والې ډلې دي، هغوی له خپل زور او صلاحیت نه په ګټې اخیستنې دېته نه ګوري چې دا ښوونځي او یا هم کلینک دی چې اړتیا یې شي سمدستي هغه ځای اشغالوي او نظامي ځای ترې جوړه وي."

اکبري: کلونه کېږي چې دا ستونزه روانه ده.
اکبري: کلونه کېږي چې دا ستونزه روانه ده.

له بل لوري د میدان وردګو د ولایتي شورا منشي شریف الله هوتک وايي چې دوی دا ستونزه څو ځلې له حکومتي چارواکو سره شریکه کړې ده، خو د ښاغلي هوتک په خبره تراوسه مرکزي حکومت دې ستونزې ته رسیده ګي نه ده کړې.

هغه زیاته کړه:

"موږ دا موضوع تل له چارواکو سره شریکه کړې ده، خو له بده مرغه په ځینو مواردو کې زموږ امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه سیمه ییز پولیس له ښوونځیو څخه د مرکز او د جګړې د سنګر په توګه ګټه اخلي."

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې د یوه راپور په خپرېدو سره ویلي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې شل داسې پېښې ثبت کړي چې له ښونځیو څخه پوځي استفاده شوې ده.

نږدې درې میاشتې وړاندې ګارډین ورځپاڼې د یوه ښوونځي په اړه چې د بریتانیا په مرسته په هلمند کې جوړشوی یو مطلب خپور کړی چې په هغه کې ویل شوی چې افغان ملي اردو له دوو ښونځیو څخه د پوځي مرکز په توګه ګټه اخیستې ده.

دا چې رښتیا هم پولیس په ځینو مواردو کې له ښوونځيو څخه د نظامي مرکز په توګه ګټه اخلي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړ څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل وايي دا موضوع یې د افغانستان له امنیت شورا سره شریکه کړې ده.

د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل
د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل

هغه زیاته کړه:

"ځینې هغه سیمې چې نوې د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې راځي او یا هم په هغه سیمو کې چې ناامنۍ هلته زیاې وي، موږ داسې ځایونه لرو چې ملي امنیتي ځواکونو له ښوونیزو مرکزونو څخه ګټه اخلي، دا ستونزو موږ څو څو ځله له امنیت شورا او اړوندو وزارتونو سره شریکه کړې ده، خو دا ستونزه په پراخه کچه نه ده موجوده."

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو استازې حمیده اکبري همدرانګه وايي چې له ښوونځیو څخه د پولیسو استفاده د دې سبب شوې چې د دې ولایت یوشمېر زده کوونکي له زده کړې څخه بې برخې شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG