د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

باور: د شمال په رسنیو کې د ښځو فعالیت په کمېدو دی


د سجنا بنسټ مشر ګلاب شاه باور
د سجنا بنسټ مشر ګلاب شاه باور

په شمال زون کې د خبریالانو ټولنه یا "سجنا " د شمالي ولایتونو په رسنیو کې د ښځو د حضور له کمېدو اندېښنه څرګندوي.

د سجنا بنسټ مشر ګلاب شاه باور وايي چې د شمال زون په رسنیو کې نسبت تېرو درېیو کلونو ته د ښځو حضور کم شوی دی.

ښاغلی باور وايي چې په ټولنه کې د ښځو د کار کولو په وړاندې د سنتي فکر حاکمیت، په ځینو شمالي ولایتونو کې د نا امنۍ زیاتوالی او په رسنیو کې د مالي بحران رامنځته کېدل هغه عوامل دي چې په رسنیو کې یې د ښځو حضور کم رنګه کړی دی.

باور په دې اړه وویل:

"مختلف ټولنیز او امنیتي عوامل لري، لومړی په ټولنه کې د ښځو د کار کولو په وړاندې یو منفي دید موجود دی، دویم دا چې ښځې نسبت نارینو ته ډېر تر امنیتي تهدید لاندې دي او بل دا چې اکثر رسنۍ له مالي بحران سره مخ شوي دي، نو له دې امله په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی دی."

له دې سره چې په رسنیو کې د ښځو د حضور د کمېدو په اړه تردمه هېڅ یوه رسمي بنسټ امار نه دي وړاندې کړي، خو د رسنیو د برخې فعالان په دې عقیده دي چې اکثر د ښځو او نجونو په وړاندې د امنیتي ګواښونو موجودیت سبب شوی چې د هغوی حضور د رسنیز فعالیت په برخه کم کړي.

په بلخ کې د مېرمنو د ځانګړې راډیو (رابعه بلخي) مشره مبینه ساعي په دې اند ده:

"د امنیتي ګواښ موجودیت خاصتاً په شمالي ولایتونو کې سبب شوی چې په تصویري او صوتي رسنیو کې ښځو فعالیت کم کړي."

په شمال زون کې د خبریانو ټولنې مسوولان په رسنیو کې د ښځو د حضور کمېدل د بیان ازادۍ په برخه کې فعالیتونو ته لوی صدمه ګني او وايي چې په رسنیو کې د ښځو له پراخ سره دا شونې ده چې ښځې په خپله د ښځو ټولنیزو ستونزو ته په رسنیو کې ښه انعکاس ورکړي.

د دې بنسټ مشر ګلاب شاه باور په دې اند دی:

"د ښځو حضور په رسنیو کې کولی شي چې د دوی د غږ اوچت کړي او له کومو ستونزو سره چې ښځې مخ دي هغو ته ښه رسنیز انعکاس وکړي."

د یادولو ده، له دې سره چې په څه باندې یوه لسیزه کې افغانستان د بیان آزادۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې، خو لا هم د بشر حقونو د مدافع سازمانونو سره دا هېواد په هغه لیست کې ځای لري چې د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره خطرناکه بلل کیږي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG