د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

افغان ځانګړي ځواکونه نور ځانونه چندان ځانګړې قوه نه ګڼي


والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی "افغان ځانګړي ځواکونه نور ځانونه چندان ځانګړي قوه نه ګڼي."

والستریت ژورنال ورځپاڼې لیکلي، افغان ځانګړي ځواکونه ددې پر ځای چې د طالبانو د قومندانانو پر ضد عملیات وکړي هغو پولیسو او د اردو سرتېرو ته د خوراکي موادو په رسولو بوخت دي چې په خپلو اډو کې بند پاتې دي.

ورځپاڼه وايي دا ځانګړي ځواکونه د هوا له لارې نه بلکې د مځکې له لارې خپلو ماموریتونو ته ځي چې په غالب ګمان له هر ډول روغتیايي خدماتو لرې، د طالبانو له کمیونونو سره مخامخ کیږي.

والستریت ژورنال زیاتوي دا ډول فشارونه ددې سبب کیږي چې له ځانګړو ځواکونو څخه د ګټې اخستنې بڼه بدله شي.

د مقالې لیکوال وايې افغان ځانګړې ځواکونه چې د امریکا د خاصو ځواکونو تر نظارت لاندې دي په شل فیصده عملیاتو کې له هغوي سره ګډ کار کوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي افغان ځانګړي ځواکونه چې په ۲۰۰۷ کال کې تشکیل شول تر اوسه ۱۱ زره سرتېري لري او تر یوازې ۳۲ تنه تلفات لري.

هیومن رایتس واچ:

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رایتس واچ په خپله خپرونه کې په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلي موضوع خپره کړې ده.

خپرونه په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د راپور په حواله وايي، په افغانستان د ملکي وګړو مرګ ژوبله په بې سابقه ډول زیاته شوې ده.

هیومن رایتس لیکي، د روان ۲۰۱۶ م کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یو زر او ۶ سوه ملکیان وژل شوی او درې زره پینځه سوه او شپیته کسان ژوبل شوي دي.

د بشري حقونو د څارنې سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د جګړې د قوانینو له مخې باید د ملکي خلکو له وژلو لاس واخلي.

هیومن رایتس واچ د افغانستان له حکومت هم غوښتنه کړې ده چې د جګړې په ډګر کې د خپلو ځواکونو د چلند د بدلولو لپاره ګامونه واخلي.

د بشري حقونو د څارنې د سازمان خپرونه وايي افغان ملي اردو د ملکیانو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره پریوې ستراتیژۍ کار کوي خو د مقالې د لیکوال په خبره په دې ستراتیژۍ کې باید ښکاره مقررات او قوانین ځای پر ځای وي.

خپرونه زیاتوي په دې مقرراتو او قوانینو کې باید د توپخانې،هوايي بریدونو، او هغو وسلو د استعمال په اړه محدودیتونه موجود وي چې په مسکوني سیمو کې د پراخو چاودونو سبب کیږي.

هیومن رایتس واچ یا د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي افغان حکومت باید د ولسي پاڅونونو په ګډون چې د یوې منظمې قومندې لاندې فعالیت نه کوي،د خلکو له مسلح کولو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG