د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

غور کې یو سپین ږیري سړي له ۶ کلنې نجلۍ سره واده کړی


د غور په ولایت کې یو سپین ږیري سړی وايي چې د "سيد بي بي" په نوم یې د یوې شپږ کلنې نجلۍ سره واده کړی دی.

دغه سړی چې د ځان د غور ولایت اوسیدونکی معرفي کوي وایي چې ملا امام او دعا خان و او دغه نجلۍ یې ورته د دعا کولو په بدل کې ورکړې ده چې د سیمې د اوسیدونکو او د نجلۍ د پلار په وړاندې یې د دغې پنځه کلنې نجلۍ سره نکاح تړلې ده.

د سید بي بي نکاح یوه میاشت مخکې له هغه سړي سره شوې چې ظاهراً یې عمر له پنځوسو کلنو ډېر دی او نوم یې سید محمد کریم دی.

شپږکلنه سید بي بي په یوازې څه چې پوهیږي دا دی چې له نارینه و څخه ځان لېرې کړي او د ښځو څنګ ته کښیني.

شپږکلنه سید بي بي
شپږکلنه سید بي بي

خو سید محمد کریم چې ځان د دې شپږ کلنې ماشومې خاوند، مېړه ځان بولي وایي چې د سید بي بي پلار یې له مریدانو څخه دی او ده ورته دعاخاني کړې ده او له همدې امله یې خپله لور ده ته د بخشش په توګه ورکړې ده.

دغه سړی چې اوس هم د پولیس په نظارت خانه کې دی وايي چې د روژې د مبارکې میاشتې په وروستۍ شپه د سید بي بي د پلار د ټينګار له مخې د هرات ولایت د اوبې په یو سیمه کې یې د څلویښتو کسانو په حضور کې د ده نکاح وتړله.

خو له دغه ماشومې سره له یوځای کېدلو انکار کوي:

"زه د هرات په اوبه کلا کې امام وم او د دې نجلۍ پلار عبدالباقي مې له مریدانو نه و او تل به مې د دوی په ناروغانو دعا ویله او خپل لور یې ماته بخششي راکړه او د روژې په اخره شپه د خلکو په حضور کې مې په جومات کې نکاح وکړه، بیا یې وویل چې موږ نور ستا ښځې ته ډوډۍ نه شو ورکولای، بیا مجبوره شوم نجلۍ مې ځان سره واخېسته او د بادغیس جوند ولسوالۍ ته ولاړم چې خور ته مې وسپارم، بیا راغلل دلته یې زه ونیولم، نجلۍ ماسره وه، خو یوځای نه وبېده، هغې ماته پلار ویل، ما هم ورته لور ویل خو هغه زما ښځه وه."

په همدې حال کې د غور امنیتي چارواکي څرګندوي چې سید محمد کریم نومی سړی د دغې شپږ کلنې نجلۍ سره دوه ورځې مخکې د غور ولایت په مرکز په یوه کور کې د هم بسترۍ په وخت نیولی دی.

سید محمد کریم چې ځان د دې شپږ کلنې ماشومې خاوند، مېړه ځان بولي وایي
سید محمد کریم چې ځان د دې شپږ کلنې ماشومې خاوند، مېړه ځان بولي وایي

د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد زمان عظیمي وایي، له دې سره سره چې دغه سړی ادعا کوي چې دغه ماشومه د دې د کورنۍ له خوا ورته بخشش ورکول شوې خو د نجلۍ کورنۍ په یوه ټیلفوني تماس کې ویلي دي چې لور یي تښتول شوې ده.

"دوې شپې مخکې مو اطلاع ترلاسه کړه چې یو مشکوک سړی د یوې کوچنۍ نجلۍ سره لیدل شوی دی، زموږ ځواکونه ولاړل او دغه سړی یې داسې ونیو چې له دغې نجلۍ سره په یوه بستر کې بیده و، دی وایي چې د تولک له ولسوالۍ څخه دی او دغه نجلۍ مې بخششي اخېستې ده خو د نجلۍ مور او پلار په یوه ټیلیفوني تماس کې ویلي چې لور يې ورکه شوې ده او ټاکل شوې چې راشي."

له بلې خوا د غور ولایت د روغتون ډاکټره نوش افرین وایي چې د دغې نجلۍ ترسره شوي معاینات ښیي چې د کوم فزیکې یا جسمي زیان نه دی ور رسیدلی خو د اروایي لحاظه له لویانو څخه بیریږي.

اغلې افرین وايي:

"دا نجلۍ مو د هیت په وړاندې معاینه کړه کوم فزیکي یا جسمي زیان نه دی ور رسیدلی خو یو ډول بېره ورته پيداشوې کله چې لوی کس ورته نږدې کیږي چیغي وهي."

په همدې حال کې د غور ولایت د ښځو چارو رییسه معصومه انوري وایي چې تر اوسه د دې قضیې په اړه چې څه ډول دغه نجلۍ د دې سړې لاس ته ورغلې دقیق معلومات نشته.

غور کې یو سپین ږیري سړي له ۶ کلنې نجلۍ سره واده کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00

مېرمن انوري زیاتوي چې د سید محمد کریم خبرې چې ځان د دغې ماشومې نجلۍ میړه بولي په بېلابېل ډول بیان شوي او دوی د نجلۍ مور او پلار ته په انتظار دي چې ډېر ژر به دغه ولایت ته ورسیږي ترڅو موضوع روښانه شي.

اغلې انوري زیاتوي:

"تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ماشوم اختطاف شوی که د دې سړي سره یي نکاح تړل شوې ده ځکه هغه خبرې چې موږ له محمد کریم څخه واوریدې د قناعت وړ نه دي کله به یي ویل چې بخشش کړې ده کله به یي ویل چې ۱۶ زره او کله به یي ویل چې په ۲۰ زره یي اخېستې ده موږ یې د مور او پلار په انتظار یو."

شپږ کلنه سید بي بي په داسې حال کې د خپلې مور او پلار له ګرمې غیږې محرومه شوې چې په روان کال کې غور د تاوتریخوالي د تر ټولو بدو لکه سنګسار په ډزو وژل او د ښځو سوځولو د پيښو شاهد وو.

XS
SM
MD
LG