د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د امریکا راتلونکې ولسمشر افغانستان کې مناسب اهداف ټاکلی شي؟


ورلډ پولیټیکل ریېوو:

د ورلډ پولیټیکل ریېوو خپرونې په یوه لیکنه کې د کابل همدې بریدونو ته اشاره کړې او لیکنه یې پر دې راڅرخي چې د امریکا راتلونکې ولسمشرڅنګه په افغانستان کې د امریکا مناسب اهداف ټاکلی شي؟

دا خپرونه وايي، د امریکا راتلونکې ولسمشر به ښايي دا چانس ولري چې په افغانستان کې د امریکا پر ښکیلتیا بیا غور وکړي او یا یې بیا تنظیم کړي.

د ورلډ پولیټیکل ریېوو خپرونه وايي، په دې برخه کې لویه ستونزه دا ده چې په افغانستان کې په تدریجي توګه د دولت جوړونې له اوږد مهاله هدف څخه بحث هغه جدي ګواښ ته واوړي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې او د طالبانو دوامدارې ستونزې رامنځ ته کړی دی.

خپرونه وايي:

په افغانستان کې به د غني او عبدالله اوسنی ټیم تر ۲۰۱۹میلادي کال پورې په واک کې وي او د امریکا راتلونکې ولسمشر به له دوی سره کار کوي چې په تدریجي توګه د دولت ظرفیت لوړ کړي.

د فساد پر ضد مبارزه وکړي او وبه کتل شي چې د کابل حکومت تر کومه حده کولای شي چې لږترلږه یو شمېر طالبان سیاسي پروسې ته داخل کړي.

سټاراېنډ سټرایپس خپرونه د امریکا د پوځ د یوې اعلامیې په حواله ویلي چې په همدې اوړي کې افغانستان ته د هوايي چلنړ د اته سوه سرتېرو یوه لوا استوي.

خپرونه د امریکا د پوځ د اعلامیې په حواله وايي، دا لوا به په افغانستان کې د افغان ځواکونو د هڅو د ملاتړ لپاره د بلاک هاک، چینوک او د اپاچي هلیکوپټرو الوتنې تنظیموي.

د امریکا د پوځ یوې ویاندې میکېشا مکولم ویلي، دا سرتېري ښايي د ټپیانو د انتقال او لوژیستکې ملاتړ له ماموریتونو سره مخ شي، خو په دې اړه یې له څه ویلو ډډه کړي چې د هوايي چلند دا لوا به د افغان ځواکونو سره په نژدي هوايي ملاتړ او یا د هغو په روزنه کې ونډه واخلي.

سټاراېنډ سټرایپس خپرونه د امریکا د لومړی پلي فرقې چې دا لوا یې برخه ده د قومندان جنرال واین ګریکسبي له خولې وايي:

"د هوايي چلند دا لوا د دې مهم ماموریت لپاره د اوږده وخت لپاره ښه روزل شوې او سرتېري یې په افغانستان کې د دې ماموریت لپاره چمتو دي."

خپرونه وايي:

د امریکا پوځ افغانستان ته د هوايي چلند په برخه کې دا روزل شوي سرتېري په داسې حال کې استوي چې په دې هېواد کې وروستیو تاوتریخوالو د ناټو د ماموریت ته ګواښ پېښ کړی دی.

خپرونه په دې لړکې په کابل کې پر یو سوله ییز لاریون د برید یادونه کوي چې د داعش وسله والې ډلې یې مسؤلیت پر غاړه واخېست.

XS
SM
MD
LG