د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

کابل کې به راتلونکي اوونۍ د هنډبال سیالۍ پيل شي


د افغانستان د هنډ بال فدراسیون وایي چې د هنډبال ورزش د ودې او بهرنیو سیالیو ته د چمتووالي په هدف به په راتلونکي اوونۍ کې د هنډبال سیالۍ پيل شي.

د افغانستان د هنډبال فدراسیون رییس محمد یوسف نیازي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیالیو کې به له ولایتونو څخه اته ټيمونه او له مرکزه به څلور ټیمونه ګډون وکړي.

ښاغلی نیازی وایي چې په دغو سیالیو کې به د نجونو د هندبال څلور ټیمونه ګډون وکړي:

"په دغو سیالیو کې له اتو ولایتونو څخه ۱۴ لوبغاړي ګډون کوي او د نجونو په برخه کې ۱۲ لوبغاړي ګډون کوي چي په ټوله کې ۱۵۰ هلکان او نجونې په دغو سیالیو کې ګډون کوي."

د افغانستان د هنډبال فدراسیون د معلوماتوله مخې دغه سیالۍ به شپږ ورځې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG