د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۰۲

د افغانستان هوايي چلند خپلواکه اداره نوي هوایي ډګرونه جوړوي


د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې د سیمې او هېواد اقتصادي اړتیاوو ته په کتو یې د هوایي ډګرونو د پراختیا طرحه جوړه کړې ده.

دغه اداره وایي، د هېواد یو شمېر هوایي ډګرونه به پراخ او په یو شمېر ولایتونو کې به نوي هوایي ډګرونه جوړ کړي.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې ویاند قاسم رحیمې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان او سیمه کې اقتصادي اړتیاوو او ودې ته په کتو یې د هوایي ډګرونو د پراختیا طرحه جوړه کړې ده.

نوموړی وايي چې په دې لړ کې د هرات او په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګرونه پراختیا مومي او یو شمېر ولایتونو کې نوي ډګرونه جوړېږي.

رحیمي: اړتیا ده چې د افغانستان د هوايي ډګرونو په فزیکي او تخنیکي جوړښت کارونه وشي.
رحیمي: اړتیا ده چې د افغانستان د هوايي ډګرونو په فزیکي او تخنیکي جوړښت کارونه وشي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

"موږ د سیمه‌ییزو او نړیوالو همغږیو او همکاریو پراختیا ته اړتیا لرو نو د دې لپاره اړتیا ده چې د افغانستان د هوايي ډګرونو په فزیکي او تخنیکي جوړښت کارونه وشي موږ باید غوره امکانات ولرو تر څو ټرانسپورټي سیستم داسې جوړ کړو چې د سیمې له هېوادونو سره همغږه وي او په یو نه یو ډول د سوداګرۍ لپاره د ټرانسپورټ په برخه کې ځواب ویونکي وي."

نوموړی وايي چې دا مهال په خوست، فراه، بدخشان، نیمروز، تخار، غزني، بامیانو او ځينې نورو ولایتونو کې د هوايي ډګرونو په جوړولو او لا عصري کېدو کارونه روان دي.

افغانستان اوس مهال په هرات، کندهار، کابل او مزارشریف کې نړیوال هوايي ډګرونه لري خو د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې په نويو جوړېدونکو هوايي ډګرونو کې هم ټول نړیوال معیارونه او د هوايي چلند کنوانسیونونه په نظر کې نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال راهیسې د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې د ځینو ستونزو له رامنځته کېدو سره ډېرو خلکو د هوا له لارې تګ راتګ ته لومړیتوب ورکړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه اسلام‎الدین ځدراڼ ولایتي هوايي ډګرونه او ورته منظم پروازونه د اقتصادي رشد او سوداګرۍ لپاره ګټور ګڼي.

هغه وايي چې که د پراختیا تر څنګ څار، کنټرول او مصونیت ډېر شي ډېر کورني او بهرني سیلانیان به د افغانستان لیدو ته زړه ښه کړي.

ځدراڼ: د افغانستان مهم ولایتونه هوايي ډګرونه نه‎لري چې له دې سره خلک او بهرني سیلانیان نه‎شي کولای هغو سیمو ته ولاړ شي.
ځدراڼ: د افغانستان مهم ولایتونه هوايي ډګرونه نه‎لري چې له دې سره خلک او بهرني سیلانیان نه‎شي کولای هغو سیمو ته ولاړ شي.

ښاغلی ځدراڼ وايي:

"چې وګورئ په افغانستان لارې په مختلفو موسمي حالاتو کې بندېږي، په دغه وخت کې د افغانستان مهم ولایتونه هوايي ډګرونه نه‎لري چې له دې سره خلک او بهرني سیلانیان نه‎شي کولای هغو سیمو ته ولاړ شي، که چېرې هوايي ډګرونه جوړېږي اقتصادي رشد راځي او د افغانستان د بېلابېلو سیمو سره اسانه خلک اشنا کېږي."

د هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې دغې ادارې د خپلو پراختیایي کارونو لپاره د جاپان، اېټالیا او امریکا د مرستو تر څنګ شاوخوا اتیا میلیونه ډالره پراختیایي بودجه ځانګړې کړې ده.

اقتصادي څېړونکی اسلام‎الدین ځدراڼ وايي چې افغانستان په سیمه کې اقتصادي او نړیوال اهمیت لري نو ځکه په شته هوايي ډګرونو باید هم بسنه ونه‎شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG