د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

کري: د ناټو غړو هېوادونو نه د ګواښونو په وړاندې دفاع کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د ناټو غړو ته ډاډ ورکړی چې امریکا به د ګواښونو په وړاندې د هغو دفاع وکړي.

کري دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، که دی ولسمشر وای نو د بالټیک له جمهوریتونو سره به یې د روسیې د حملې په صورت کې بې سوال ځوابه مرسته نه وای کړې.

ټرمپ زیاته کړه، دی به د روسیې له احتمالي برید مخکې په دې اړه څېړنه وکړي چې دې هېوادونو تر کومه د امریکا په وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره کړي دي.

ټرمپ زیاته کړه، دی به د روسیې له احتمالي برید مخکې په دې اړه څېړنه وکړي
ټرمپ زیاته کړه، دی به د روسیې له احتمالي برید مخکې په دې اړه څېړنه وکړي

ټرمپ له دې مخکې هم د کوم هېواد د نوم له اخېستو پرته په ناټو کې د ځینو هغو هېوادونو د غړیتوب په اړه شک ښودلی و چې د ده په وینا له ناټو سره لازمه ژمنتیا نه لري او یادونه یې وکړه چې د ناټو د مالي لګښتونو ډېر بار د امریکا پر اوږو دی.

د ټرمپ دې وینا سمدستي غبرګونونه وپارول.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ وویل، دوو نړیوالو جګړو وښوده چې د اروپا امنیت د امریکا د امنیت لپاره مهم دی او دواړه د یو بل دفاع کوي.

د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالن وویل، د ناټو متقابل دفاعي ضمانتونه هغه مکلفیت دی چې شرطونه نه په کې ځاییږي.

د استونیا ولسمشر توماس هندریک ایلویس
د استونیا ولسمشر توماس هندریک ایلویس

د استونیا ولسمشر توماس هندریک ایلویس Toomas Hendrik Ilves پر خپل ټویټر ولیکل چې د ده هېواد د امریکا په استازیتوب بې قید او شرطه په افغانستان کې جګړه وکړه خو له هغو لګښتونو څخه یې ډیر کم څه ترلاسه کړل چې ټرمپ یې یادونه کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داډ ورکړ چې متحد ایالات به په ناټو کې د خپلو متحدانو تر څنګ کې ودریږي.

ښاغلي کري وویل، دا د ناټو د تړون له موادو سره سم د امریکا مکلفیت دی:

"نه غواړم په انتخاباتي سیالیو کې ښکیل شم. زه د قانون له مخې په دې مسئله کې دخالت نه شم کولای. سیاستونو سره هم کار نه لرم خو اجازه راکړئ د ناټو په اړه د امریکا د پالیسۍ یادونه یو ځل بیا وکړم، ځکه غواړم په ناټو کې زموږ متحدان په دې پوه شي چې زموږ دریځ څه دی. دا او بل هره اداره که د ډیموکراټانو په لاس کې وي که د جمهوري غوښتونکو، له ۱۹۴۹ کال راهیسې له ناټو سره او د ناټو د تړون له پنځمې مادې سره سم د ناټو په چوکاټ کې زموږ مکلفیتونو ته په بشپړ ډول ژمنه ده."

د ناټو د غړو په اړه له ټرمپ سره ان د ده د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي هم ډېر موافق نه دي.

په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مککونیل
په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مککونیل

په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مککونیل Mitch McConnell نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل، د ټرمپ له وینا سره په کلکه مخالف دی خو زیاته یې کړه چې دی د هغه وینا ته د یوه نوي سیاستوال د وینا په سترګه ګوري.

مککونیل ناټو د نړۍ د تاریخ تر ټولو بریالۍ ټلواله وبلله، ویې ویل دی هیله من دی چې ټرمپ ته به د انتخاباتو له ګټلو وروسته قناعت ورکړي چې خپل نظر بدل کړي.

XS
SM
MD
LG