د جمعې په ورځ زرګونو خوستوالو په یوه لویه غونډه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنه وکړه چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال دې، د خوست له اوسیدونکو سره کړې ژمنې عملي کړي.
د غونډې ګډونوالو ګواښ وکړ، کچیرې غږ يې وانوریدل شي، نو راتلونکې ټاکنې به تحریم کړي او د لويې جرګې د جوړیدو غوښتنه به وکړي.
دوی خوست ته د وارداتي برښنا لېږد، د غلام خان بندر رسمي ترانزیټ، د خوستیو کادرونو تقرر، د یاد ولایت ملکي او پوځي ادارو ته د دویمه درجه ولایت د تشکیلاتو ورکول او ځنې نورې غوښتنې وړاندې کړې.
په یاده غونډه کې چې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو یو شمېر مخورو مشرانو هم برخه اخیستې وه، ګډونوالو زیاتوله چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د خوستوالو غوښتنو ته پاملرنه نده شوې او دوی سره پدې موده کې یوازې تشې وعدې شوې دي.
دیني عالم مولوي محمد داود وقفي په خپله وینا کې وویل چې ولسمشر خوست هېر کړی دی:
"موږ موجوده رييس جمهور ته وریادو هغه وعدې چې تا د خوست مجاهد ولس سره د ټاکنیز کمپاین پر وخت کړې وې د عمل جامه ورواغونده، اسوس کوم موجوده ولسمشر چې د خوست قومونو او ولسونو د هغې لپاره داسې قرباني کړې ده چې ۳۴ ولایتونو کې ساری نلري، اوس يې دا ولس هیر کړی دی."
د غونډې تابیا کوونکي او په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي همایون همایون د یادې غونډې موخې داسې وښودې:
"نن چې د خوست د زرګونو خلکو لویه غونډه دایره شوه، موخه يې داوه چې رييس جمهور چې کومې ژمنې د انتخاباتو پر مهال کړې وې هغه باید عملي شي، که عملي نشي د خوست ولسونه به اینده انتخابات تحریم او د لويې جرګې جوړول به په عاجله توګه وغواړي."
د سپیرې د سرحدي سیمې یو تن قومي مشر وویل چې ولسمشر ورسره د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنې کړي، خو عملي شوي نه دي.
د غونډې په پای کې د مدني فعال زاهدشاه انګار لخوا د غونډې څلور ماده ییز پریکړه لیک ولوستل شو چې په هغه کې د خوست د خلکو غوښتنې داسې ښودل شوې وې:
"د وارداتي برښنا انتقال، د غلام خان بندر رسمي ترانزیټ،د خوستیو کادرونو تقرر، په عملي ډول د خوست ولایت لپاره د ملکي او امنیتي ادارو د دویمې درجې د تشکیلاتو منظوري، د خوست شیخ زاید پوهنتون په نړیوال پوهنتون بدلول او همدارنګه د مزغوره او د شمل دومنده د اوبو او برښنا بندونو جوړول."
په پریکړه لیک کې کې یادونه شوې وه، کچیرې د ټولو تلاشونو او د مرکزي حکومت له مشرانو سره له لیدنو کتنو سره، سره بیا هم د خوست د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړل شي، خوستوال به په یو غږ راتلونکې پارلماني او ریاستي ټاکنې تحریم کړي، په لویو لاریونونو او اعتراضونو به لاس پورې کړي او د لويې جرګې د جوړیدو غوښتنه به وکړي.
په غونډه کې ګډونوالو پریکړه وکړه چې خوست سره د شویو ژمنو د تعقیب لپاره به پلازمینې کابل ته یو درې سوه کسیز پلاوی واستوي، تر څو د ولسمشر غني په ګډون د ملي یووالي د حکومت له چارواکو او نورو ملي شخصیتونو سره خپلې غوښتنې شریکې کړي.
نجیب الله الوخېل