د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

چخانسوري: ارګ د سولې په اړه ۴ اړخیزو خبرو ته خوشبین نه دی


د افغانستان حکومت وايي، که پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړي په څلور اړخېزو مذاکرو بیا پیل مفهوم نه لري.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویندوې پرون چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل، پاکستان په مخکنیو څلور اړخېزو غونډو کې خپل هیڅ تعهد نه دی عملي کړی.

د جمهور ریس ویندوې محمد هارون چخانسوري ازادي وویل چې حکومت د دې پروسې دوام ته خوشبین نه دی.

د هغه په وینا، اسلام اباد د څلور اړخېزو مذاکرو په مخکنیو دورو کې په ۱۶ مواردو کې د جدي او عملي اقدام ژمنه کړې وه.

خو د ښاغلي چخانسوري په وینا، له دې ټولو مواردو یو هم تر اوسه نه دی عملي شوی.

چخانسوري: پاکستان په مخکنیو څلور اړخېزو غونډو کې خپل هیڅ تعهد نه دی عملي کړی.
چخانسوري: پاکستان په مخکنیو څلور اړخېزو غونډو کې خپل هیڅ تعهد نه دی عملي کړی.

محمد هارون چخانسوري زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت به د پاکستان د ژمنو تر عملي کېدو وروسته، د دې مذاکرو د برخلیک په اړه پریکړه کوي. موږ تر اوسه د پاکستان له لوري هیڅ عملي اقدام نه دی لیدلی او توقع نه لرو چې په راتلونکو درېیو یا څو اونیو کې به دا کار وشي. موږ له پاکستانه تمه لرو خپلې ژمنې ترسره کړي. "

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو د روان کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د څلور اړخېزو مذاکرو پینځه دورې سرته رسولې دي.

خو د مې په میاشت کې په کابل کې تر خونړۍ حملې وروسته د افغانستان حکومت په دې غونډو کې له ګډونه ډډه وکړه.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو د روان کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د څلور اړخېزو مذاکرو پینځه دورې سرته رسولې دي.
د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو د روان کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د څلور اړخېزو مذاکرو پینځه دورې سرته رسولې دي.

د څلور اړخېزو مذاکرو پینځم دور چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ګډون په کې کړی و، د مې میاشتې په اتلسمه جوړ شو.

له هغه راهیسې کابل یوازې د پاکستان له لوري د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کوي او په دې غونډو کې خپل ګډون یې له دې ټکي سره مشروط بلل ده.

خو د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز پرون ازادي راډیو ته وویل، هڅه کوي چې د څلور اړخېزو مذاکرو ګډون کوونکي هېوادونه په نږدې وخت کې بیا سره وګوري.

سرتاج عزیز وویل:

"فکر کوم چې په څو اونیو، دوو یا درېیو اونیو کې به بیا کوښښ کوو، کیدای شي بیا سره وګوري. موږ د امنیت ټینګولو هڅې کوو خو دا باید د افغانانو خپل ابتکار وي چې له طالبانو سره څرنګه خبرې کوي او کوم وړاندیزونه ورته کوي. "

عزیز: هڅه کوو افغان طالبان په ۳ اوونیو کې د سولې خبرو ته حاضر شي
عزیز: هڅه کوو افغان طالبان په ۳ اوونیو کې د سولې خبرو ته حاضر شي

د افغانستان حکومت په مکرر ډول پر پاکستان د ترورېزم د ملاتړ او تروریستانو ته د پناه ورکولو تور پورې کوي.

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینې او په بلوچستان کې د طالبانو د بل مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدو د اسلام اباد په اړه د کابل شک زیات کړی دی.

خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د ترورېزم قرباني دي او په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته اشاره کوي.

د افغانستان حکومت په فبرورۍ کې له پاکستانه غوښتنه وکړه چې طالبان د سولې مذاکرو ته حاضر کړي.

خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویندوې وايي، پاکستان په دې اړه هم خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

XS
SM
MD
LG