د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د قندیل بلوچ مور وايي، لور یې د مفتي عبدالقوي په هڅونې وژل شوې


د پاکستان د وژل شوې ماډلې او اداکارې قنديل بلوچ مور ادعا کړې چې زوى يې قنديل بلوچ د مفتي عبدالقوي خان او د هغې د پخواني مېړه عاشق حسين په هڅونه وژلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې قنديل بلوچ څو ورځې مخکې په ملتان کې په خپل پلرني کور کې وژل شوې وه او د وژنې تور یې پر ورور پورې کړل شوی چې پولیسو نیولی دی.

وسيم تر نيولو کېدا وروسته خبريالانو ته وويل چې خپله خور، قنديل بلوچ يې ځکه ووژله چې پر سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو کې د هغې ويډيوګانې، په ځانګړې توګه له مفتي قوي سره يې لانجمنه ويډيو او عکسونه د دوی لپاره د شرم باعث ول.

که څه هم د قنديل بلوچ ورور "وسيم" اعتراف کړى چې قنديل يې د ناموس په نامه وژلې او په دې کار کې ورسره بل خوک شريک نه و، خو د قنديل مور د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې زوى يې قنديل د مفتي عبدالقوي خان او د هغې د پخواني مېړه عاشق حسين په هڅونه وژلې ده.

نوموړې په دې اړه له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"زما زوى (وسيم) زما لور قنديل بلوچ زما د بل زوى، د قنديل د پخواني مېړه عاشق حسين او مفتي قوي په هڅونه وژلې ده."

قنديل بلوچ چې اصلي نوم يې فويه عظيم و، د پاکستان بېباکه اداکاره او ماډله وه، چې پر سوشل ميډيا د خپلو ويډيوګانو، عکسونو او متنازعه بيانونو له امله به يې تل د ځايي او نړېوالو رسنيو پام ځان ته اړاوه.

که څۀ هم نوموړې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د خپلو ويډيوګانو لپاره مشهوره وه، خو په دې وورستيو کې يې پر ټولنيزو شبکو د پاکستان د رويت هلال کمېټې له يوه غړي مفتي عبدالقوي خان سره يوه لانجمنه ويډيو او سيلفي عکسونه راغلل.

دغه ويډيو په پاکستان کې د مذهبي کړيو حساسيتونه راوپارول او ددې هېواد د مذهبي چارو وزير له رويت هلال کومېټې او همداراز د پاکستان له علماوء او مشاېخ کونسل څخه د مفتي قوي غړيتوب وځنډاوه.

تر دغې پېښې څو وروسته قنديل بلوچ د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ادعا وکړه، چې مفتي قوي او ځينې نور يې په مرګ ګواښي او د داخله چارو له وزارت او نورو اړوندو ادارو يې وغوښتل، چې امنيت دې ورکړي.

له بلې خوا د ملتان د پوليسو يوه چارواکي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د قنديل بلوچ د مور تر ادعا وروسته يې د هغې د وژنې د تحقيقاتو داېره پراخه کړې او په دې لړ کې به پر مفتي قوي خان سربېره له هغو ټولو خلکو تحقيقات کېږي، چې له قنديل سره يې په يو نه يو شکل تعلق لاره:

" موږ د مقتولې د جسد د فرانزيکي ټيسټونو نتيجې ته په تمه يو، ترڅو موږ هغه وڅېړو او بيا پرېکړه وکړو، چې په دې کې کوم کوم خلک د پوښتنو لپاره راوبولو، خو موږ پرېکړه کړې، چې په دې کېس کې به له هغو ټولو خلکو تحقيقات کوو، چې له قنديل سره يې اړيکي درلودې."

خو مفتي قوي خان بيا د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د قنديل بلوچ د مور ادعا رد کړه او ويې ويل، که پوليس يې پوښتنو ته وروغواړي، ور بۀ شي.

قوي د قنديل بلوچ په وژنه خپګان وښود او ويې ويل:

"د قنديل په وژنه خپه يم ، چې کله رايادېږي، نو سترګو کې مې اوښکې راځي. ما د هغه معامله پر الله سپارلې، خو زه به ډېر ژر له خپلو ملګرو سره تر سلا مشورو وروسته د قنديل بلوچ د روح د ثواب لپاره فاتحه خواني وکړم."

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان سياستدانانو، اداکارانو او د مدني ټولنو غړيو د قنديل بلوچ وژنه غندلې، په دې اړه يې مظاهرې کړي او له حکومته يې غوښتي، چې د هغې وژونکيو ته دې سزا ورکړي او په پاکستان کې د ناموسي وژنو د مخنيوي لپاره د قانون جوړ کړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG