د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

فتح الله ګولن څوک دی؟


ویل کېږي د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه شاوخوا متحدینو په هېواد کې د وروستۍ ناکامې کودتا د ملامتۍ په برخه کې له بیړې کار واخېست او هغه یې د یوه داسې موازي حکومت کار وباله چې د دوی په خبره د ترکېې د رژیم د ړنګېدو هڅه یې کوله.

په ترکېې کې د جمعې شپې د پوځي کودتا له ناکامېدو سره سم ترکي چارواکو په دې کار کې فتح اله ګولن په لاس لرلو تورن کړ، خو ګولن سره له دې چې د اردوغان د رژیم سخت مخالف دی، دا تور رد کړ.

ګولن ویلي، د یوه داسې کس په توګه چې په تېرو پنځو لسیزو کې یې د څو پوځي کودتاو ناخوالي زغملي، نو دا یو ډول سپکاوی دی چې په وروستۍ کودتا کې ښکېل وبلل شي.

دی زیاتوي:​

"زه په کلکه دا ډول تورونه ردوم."

د هغو کسانو لپاره چې له ترکېې بهر ژوند کوي پوښتنه راپورته کېږي چې فتح اله ګولن څوک دی او ولې اردوغان د کودتا په تنظیمولو تورن کړی دی؟

ګولن له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې په امریکا کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

نوموړی یو وخت د ولسمشر رجب طیب اردوغان نژدې پلوی و او په ۲۰۰۲ کال کې یې د ترکېې د ولسمشر له مذهبي محافظه کار عدالت او پرمختیا ګوند سره مرسته وکړه چې واک ته ورسیږي.

خو د راپورونو پراساس دغه دواړه متحدین د واک د ویش په اړه او د اردوغان د مشرتابه پر ډول له یو بل څخه جلا شوه.

وروسته د ګولن پلویان په ترکېې کې یوه تروریستي ډله وبلل شو.

دغه مذهبي مشر چې په ۱۹۶۰ کلونو کې یې په ازمیر کې شهرت درلود، په ۱۹۹۹ کې له دې کبله په خپله خوښه په امریکا کې جلا وطني غوره کې پر نوموړي د هېواد د سیکولر نظام د ړنګولو تور پورې شو.

که څه هم وروسته د ګولن په غیاب کې دغه تورونه لیرې شوه، خو دی په امریکا کې پاته شو.

دی هلته د اسلامي نړۍ د تر ټولو لوی مذهبي مدني سازمان د مشر په توګه ژوند کوي.

ویل کېږي د خدمت په نوم د ګولن غورځنګ میلیونونه پلویان لري او په ۱۵۰ هېوادونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ داسې تعلیمي مرکزونه لري چې له زده کوونکو سره د پوهنتونونو د امادګی په برخه کې مرسته کوي.

د خدمت غورځنګ چې تر ډېره د مذهبي ارزښتونو په پام کې نیولو سره مدني خدمات وړاندې کوي، په عمومي ډول د منځلاري اسلام طرفدار بلل کېږي، خو په عین وخت کې په خپلو تعلیمي مرکزونو کې د زده کوونکو او د بډایو سوداګرو تر منځ د شبکې جوړولو له کبله ځیني حکومتونه دغه غورځنګ ته د یوه ګواښ په توګه ګوري.

دغه تعلیمي مرکزونه د سوداګرو له خوا تمویلیږي او زده کوونکې له ډېرو بې وزلو کورنیو څخه ورته راځي. د دې شبکې غړي وایي، دوی د ګولن د عامه خدماتو د پیغام تر اغیز لاندې په اتحاد سره په ګډه کار کوي.

په منځني اسیا کې چې د پخواني شوروري اتحاد تر ړنګیدو وروسته یې په لومړي سر کې د ګولن د ښوونځیو هرکلی وکړ، خو وروسته دغه ښوونځي د ګولن د غورځنګ له لاسه ووتل ځکه د هغې سیمي حکومتونو ادعا وکړه چې دوی اسلامپالي فعالیتونه هڅوي.

خو د ګولن غورځنګ په هیڅ ځای کې دومره تر فشار لاندې نه و لکه په خپله ترکېه کې چې و.

د اردوغان حکومت په ورځني ډول د ګولن پر پلویانو تور لګاوه چې د ترکېې په حکومتي تاسیساتو کې د خپلو موقفونو څخه په استفادې د واک د اخیستلو هڅې کوي.

تېرکال اردوغان وتوانېد د حکومتي افرادو په ګمارلو سره په ترکېه کې د ګولن ښوونځي د هغه له واکه وباسي.

د جولای د پنځلسمې نېټې تر ناکامې کودتا وروسته اوس دا ښکاره ده چې ولسمشر اردوغان به په ترکېې کې دننه د ګولن غورځنګ د تخریب هڅې لاډېرې کړي.

د ترکېې سرپرست لوی درستیز امیت دُندار د جولای پر شپاړسمه ویلي و چې په پام کې ده د ده په وینا د موازي حکومت غړي له پوځي پستونو لېرې کړای شي.

د ترکېې صدراعظم بن علي یلدیریم
د ترکېې صدراعظم بن علي یلدیریم

دغه راز د ترکېې صدراعظم بن علي یلدیریم د جولای په شپاړسمه ویلي و چې هر هغه هېواد چې فتح اله ګولن ته پناه ځای وي، هغه به د ترکېې دوست نه وي.

نوموړي په ښکاره د متحده ایالاتو نوم نه دی اخیستی، خو انقرې وړاندې هیله ښودلې وه چې امریکا باید ګولن له هغه ځایه وباسي.

یلدیریم په غیر مستقیمه توګه پر واشنګټن انتقاد وکړ چې د ګولن په اړه یې د انقرې مخکېني څرګندونې له پامه غورځولي او وایي، دا کار د دې سبب شو چې ترکېه لویه بیه ورکړي.

واشنګټن تراوسه دغو څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG