د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

پکتیکاوال ځوانان ورزشي اسانتیاوې غواړي


د پکتیکا ځوان ورزشکاران په یاد ولایت کې د سپورټي لوبو په ځانګړي ډول د کرکټ لوبې لپاره د میدانونو او اکاډمیو د جوړولو غوښتنه کوي.

دوی وايي، په وروستیو کلونو کې د مسوولو ادارو لخوا په یاد ولایت کې د سپورټ عامولو او پرمختیا ته لازمه پاملرنه نده شوې.

هغوی زیاتوي چې پکتیکاوال ورزشکاران د خاورو په میدانونو کې لوبیږي، تر اوسه د ولایت په کچه یوه منتخبه لوبډله نشته، د ځوانانو په منځ کې د سپورټ مینه وال د هرې ورځې په تېریدو ډیريږي، خو د ورزش په ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

د عمصت الله احمدي په نوم د پکتیکا یو تن ځوان ورزشکار ازادي راډیو ته د سپورټ د برخې غوښتنې داسې وښودې:

"نوم مې عصمت الله احمدي ده، موږ د افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې چې کوم ځوان کریکټران چې دي، د هغوی لپاره د سپورټ او کریکټ په برخه کې کوم خدمت ندی شوی، هغوی د پاره باید دلته اکاډمیانې جوړې شي، باید ګراونډ جوړ شي، په هغو ولایتونو کې چې کریکټ په کې مینه وال کم دي، هلته هم اکاډمیانې او ګراونډونه جوړ شوي، خو د پکتیکا خلکو لپاره د سپورټ په برخه کې هيڅ خدمت نه دی شوی."

په پکتیکا کې د ورزشي میدانونو نشتون د سپورټ د ډګر په مهمو ستونزو کې یادوي او زیاتوي چې دوی د خاورو په میدانونو کې لوبیږي او حتی د چارواکو د بې پامۍ له کبله تر اوسه یاد ولایت یوه منتخبه لوبډله نه لري:

په پکتیکا کې د ورزشي میدانونو نشتون د سپورټ د ډګر په مهمو ستونزو کې یادوي
په پکتیکا کې د ورزشي میدانونو نشتون د سپورټ د ډګر په مهمو ستونزو کې یادوي

"صلاح الدین د پکتیکا د سمسور کلپ ورزشکار یم، موږد دې خاورو پدې میدان کې لوبیږو، غوښتنې مو دادي چې موږ ته اکاډمیانې منظورې شي، میدان راته جوړ شي، د پکتیکا یو منتخب ټیم باید مالوم شي، اتلس کلن يې هم ټیم نلري او په ملي ټیم کې خو هېڅوک نلري."

د پکتیکا نوی والي محمدالیاس وحدت چې د کوچنی اختر په ویاړ په مرکز ښرنه کې د سولې په نوم د ۶۴ ټیمونو تر منځ د کریکټ د سیالیو پای لوبې ته ورغلی وو، ورزشکارانو سره ژمنه کړه چې د ده کاري ټیم به په پکتیکا کې د سپورټ پرمختیا ته ځانګړې توجه کوی.

ښاغلی وحدت زیاتوي، د کریکټ بورډ له رييس نسیم الله دانش څخه يې د روان لمریز کال په اوږدو کې د یو اساسي او ملي لوبغالي د جوړولو دکار د پیل ژمنه ترلاسه کړې ده.

د پکتیکا نوی والي محمدالیاس وحدت
د پکتیکا نوی والي محمدالیاس وحدت

محمدالیاس وحدت وویل:

"په پکتیکا کې د کریکټ لپاره زمینه په نشت حساب ده، تر اوسه پدې برخه کې پکتیکا لوبغالی او اکاډمي نلري، زموږ کوښښ دادی چې په ډېر نږدې وخت کې په اول سر کې د پکتیکا ځوانانو ته یوه معیاري اکاډمي جوړه کړو، له اکاډمي وروسته بیا وتوانیږو چې د کال په اوږدو کې د ملي لوبغالي د جوړولو د بنسټ ډبره کېږدو، موږ ګام په ګام مخ ته ځو او خپلو کریکټرانو ته حوصله ورکوو او دوی ته ژمنه ورکوو چې موږ مو تر شا ولاړ یو."

که څه هم دا مهال په پکتیا او خوست کې د کریکټ د لوبغالو په جوړولو کارونه روان دي، خو د پکتیکا په شان د لوګر ولایت ځوانانو هم په یاد ولایت کې د کریکټ د لوبې د یو اساسي لوبغالي د جوړولو غوښتنه کړې.

مالومه شي چې له ورزشکارانو سره د پکتیکا او لوګر ولایت د چارواکو ژمنې کوم وخت عملاً پلي کېږي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG