د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د پېښور په يوه ښوونځي کې د عامه وژنې طراح افغانستان کې ووژل شو


نيويارک ټايمز ورځپاڼې چې له امريکا خپرېږي په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې ده: د پېښور په يوه ښوونځي کې د عامه وژنې طراح په افغانستان کې ووژل شو.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د پاکستاني طالبانو پر يوه قوماندان عمر منصور چې په عمر نري هم مشهور و، د شنبې په ورځ په ننګرهار کې د بې پېلوټه الوتکې له خوا حمله وشوه.

د مطلب په حواله، د ٢٠١٤میلادي کال په ډسمبر مياشت کې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي بريد، د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو ټکان ورکوونکې تروريستي حمله ګڼل شوې ده.

پر ښوونځي د وسله والو حملې اته ساعته دوام وکړ چې په نتيجه کې يې د ١٣٢ زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځي د کارکوونکو په ګډون، ١٤٨ تنه ووژل شول.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې په حمله کې پر دغه ښوونځي د حملې د طراح وژنه، ښايي د پاکستان او امريکا پر اړيکو مثبت اغېز وکړي.

دغه امريکايۍ ورځپاڼه ليکي، څه موده مخکې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د افغان طالبانو د پخواني مشر، ملا اختر محمد منصور وژل کېدلو د پاکستان حکومت خواشينى کړى او پاکستاني چارواکو دغه حمله پر خپل حريم تېرى بللى دى.

د نيويارک ټايمز په باور اوس په افغاستان کې د امريکايي بې پېلوټه الوتکې په حمله کې په پاکستان کې د تر ټولو بدې تروريستي حملې د يوه مسووله وژنه، کولاى شي دغه اړيکې ښې کړي.

سټارس اينډ سټرايپس:

د امريکا بلې ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس چې تر ډېره د امريکا د پوځ اړوندو مسايلو ته پام کوي، په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د نړيوالو قواوو د روزنيزې برخې لپاره د نوي قوماندان پر ټاکنې ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې ليکلي، اوس تورن جنرال ريچارډ جي کايزر (Richard G. Kaiser ) دنده لري، چې له افغان حکومت سره په هماهنګۍ د نظم او نورو اجرااتو په برخه کې د افغان قواوو ظرفيت لوړ کړي.

ورځپاڼه زياتوي، تورن جنرال کايزر په افغانستان کې د خپلې دندې پيلولو په اوله ورځ افغان امنيتي چارواکو ته په وينا کې وويل چې موږ او تاسې ګډ مسووليتونه لرو او زه به په افغانستان کې د موثرو ملي دفاعي ځواکونو د تشکيل لپاره له هر ډول امکاناتو ګټه واخلم.

ده وويل، افغانستان په دې برخه کې د هرې هڅې مستحق دى او په دې برخه کې به دا هڅې روانې وي.

هيل ټاپ ټايمز:

د امريکا چاپ بلې خپرونې هيل ټاپ ټايمز، په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د امريکايي قواوو د حضور پر دوام ليکنه خپره کړې ده چې په يوه برخه کې يې راغلي، د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر بارک اوباما له دې تصميم سره به چې په ٢٠١٧میلادي کال کې به هم تر ٨زرو زيات امريکايي سرتېري په افغانستان کې دېره وي، په کندهار او ننګرهار کې د امريکايي ځواکونو قرارګاوې تخليه نه شي.

خپرونه ليکي، ولسمشر اوباما دغه تصميم د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره په تفاهم نيولى او افغان چارواکي د دې پرېکړې هرکلى کوي.

هيل ټاپ ټايمز خپرونه زياتوي، د امريکا ولسمشر غواړي په دې توګه وسله والو طالبانو ته هم پيغام ورکړي چې په افغانستان کې دې د خپل پرمختګ او بريا تمه نه لري، بلکې تر فشار لاندې به وي.

خپرونه د مطلب په دوام زياتوي، د افغانستان د روان بحران د حل لپاره د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ مذاکره تر ټولو غوره سياسي حل لار ده.

XS
SM
MD
LG