د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

هافینګټن: قاطع ملاتړ د ملاتړ ماموریت، که دایمي عملیات؟


هافینګتن پوسټ ورځپاڼه د خپلې وروستۍ ګڼې په یوه عنوان کې لیکي د غوځ ملاتړ ماموریت د ملاتړ ماموریت که دایمي عملیات.

ورځپاڼه وړاندې لیکي سره له دې چې په افغانستان کې ګڼې تېروتنې شوي خو امریکا او جمهور رئیس يې په افغانستان کې ناکام نه دي بلکې د دغه هېواد خپلو دوو حکومتونو چې له ۲۰۰۱ کال وروسته رامینځ ته سول ونه شو کړای چې د خلکو غوښتنې ترسره کړي او د اعتماد وړ ادارې رامینځ ته کړي.

هافینګتن پوسټ لیکي د ملي وحدت د حکومت مشر اشرف غني په خپل هېواد کې د لازیاتو امریکايي عسکرو د پاتې کېدو هرکلی وکړ خو ډېر کم خلک باور کوي چې د امریکايي ځواکونو د شمېر تدریجي کموالی به د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

خو د ملي وحدت په حکومت کې د ژورو اصلاحاتو نشتوالی او د دواړو مشرانو ترمینځ یې سیالي چې د پرمختګ مخه یې ډب کړي یوه لویه ستونزه ده.

هافینګټن پوسټ وړاندې لیکي چې وسله والو طالبانو سره د پاکستان مرسته او ملاتړ یوبل مهم عامل دی چې په افغانستان باندې یې تاثیر کړی دی.

پاکستان د ورځپاڼې په لیکنه د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې خپل نیابتي جنګ ته دوام ورکوي او افغانستان په داسې موقف کې نه دی چې پاکستان مجبور کړي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

خو هافینګتن پوسټ ورځپاڼه داهم لیکي چې د ملي وحدت حکومت خلکو ته قناعت ورکولی سي چې دوی له طالبانو ښه دي او په دې وسیله په خلکو کې د طالبانو نفوذ کمولی سي او دغه مقصد ته د رسېدلو یوازنۍ لاره د قانون حاکمیت او د اداري فساد مخنیوی دی.

ورلډ پالیتیکس ریویو:

ورلډ پالیتیکس ریویو خپرونې بیا په یوه عنوان کې لیکلي دې چې د جمهور رئیس اوباما واکمني مخ په ختمېدو ده خو په افغانستان کې د امریکا جنګ به اوږد وي، خپرونه لیکي چې امریکا هم په افغانستان کې خالیګاوې لري اویوه یې داده چې هیڅکله یې له دغه هېواده دوتلو ستراتیژي نه درلوده.

خپرونه لیکي هغه توضیحات چې اوباما په افغانستان کې د لازیاتو عسکرو د پاته کېدو په هکله وړاندې کړل په حقیقت کې یې په دغه هېواد کې د امریکا پښه بنده کړه.

بارک اوباما وویل چې دې ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان یوځل بیا د تروریزم پناه ځای سي.

ورلډ پالیتیکس ریویو وړاندې لیکي کلونه کېږي چې افغانستان د تروریستانو لپاره دامن ځای نه دی او کله چې جمهور رئیس اوباما په ۲۰۰۹ کال کې لسګونه زره نور عسکر افغانستان ته واستول هغه مهال هم افغانستان د تروریستانو دامن ځای نه وو.

یو بل دلیل چې جمهور رئیس باراک اوباما په افغانستان کې دلازیاتو امریکايي عسکرو د پاته کېدو لپاره وړاندې کړ دا وو چې دهغو کسانو دقرباني درناوي کوي چې خپل ژوند یې په افغانستان کې له لاسه ورکړی.

ورلډ پالیتکس ریویو خپرونه لیکي داسې ښکاري چې باراک اوباما د قربانیانو د درناوي لپاره یو شمېر نور قرباني کوي.

XS
SM
MD
LG