د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

مینه پال: د ماشومانو د کار په قانون کې به بدلون راشي


افغان حکومت وايي چې د درنو کارونو څخه د ماشومانو راګرځولو په برخه کې جدي دی او ټولو ادارو او کمپنیو ته یې د ماشومانو د نه استخدام په اړه ویلي دي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د پنجشبنې په ورځ ازادي راډيوته وویل چې پر دې سربېره حکومت په قوانینو کې د ځينو بدلونونو په لټه کې دی چې ورسره به د ماشومانو خوندیتوب او حقونو ته پاملرنه ډېره شي.

مینه پال: د ماشومانو په برخه کې افغان ولسمشر جدي دی
مینه پال: د ماشومانو په برخه کې افغان ولسمشر جدي دی

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د نړیوالې ټولنې سره د ژمنې له مخې به د ماشومانو په قانون کې بدلون راشي، افغان ولسمشر په دې برخه کې جدي دی، په هیڅ صورت به هیڅ کومې کمپنۍ ته که هغه دولتي وي او که خصوصي سکتور اجازه ورنه کړل شي چې ماشومان استخدام کړي او یا ورڅخه کار واخېستل شي."

ښاغلی مینه پال وايي چې د بشري حقونو څخه د څار ادارو ته دنده سپارل شوې چې په دې برخه کې خپل څار زیات او وخت پر وخت غبرګون وښایي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې یا Human rights watch په وروستي راپور کې راغلي چې افغان حکومت د هغو ماشومانو په ساتنه کې چې په خطرناکو ځایونو کې کار کوي پاتې راغلی دی.

ګاسمن: افغانستان د زرګونو ماشومانو په ساتنه کې ناکام شوی
ګاسمن: افغانستان د زرګونو ماشومانو په ساتنه کې ناکام شوی

د دغې ادارې د افغانستان د څانګې څارونکي پټریشیا ګاسمن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي چې افغان ماشومان د جبري او درنو کارونو پر مهال ان د مرګ، ژوبلې له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې زیات شمېر ماشومانو د کانونو په کیندلو، غالۍ ابدلو، د خښتو بټیو، فلز کاریو او نورو کې کار کوي چې له عمر او توان څخه یې لوړ دي.

د افغانستان د خواري کښو ټولنه وايي، په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان په کارونو بوخت دي چې د وخت په تېرېدلو سره هم دا وضعیت نه دی بدل شوی.

عادل: په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان په کارونو بوخت دي
عادل: په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان په کارونو بوخت دي

د دغې ټولنې مشر لیاقت عادل ازادي راډیو ته وویل تر څو چې قوانین په سم ډول پلي نه شي د ماشومانو د درنو کارونو په اړه به اندیښنې په خپل ځای پاتې وې.

ښاغلي عادل زیاته کړه:

"د نړیوالو سازمانونو سره زموږ د موجوده حکومت ځيني کنوانسیونونه الحاق شوي دي چې په کې د ماشومانو د عمر ځانګړي یادونه شوې چې کوم کار کوم وخت کولای شي، خو په ډېرې خواشینی سره باید ووایم چې په دې اړه ټول قوانین او تصویب شوي کنوانسیونونه یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي، خو موږ غوښتنه لرو چې په دې اړه نړیواله ټولنه او د ملي یووالي حکومت جدي اقدامات وکړي."

په ماشومانو د درنو کارونو ستونزه پر خپل ځای په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د هغوی په موجودیت هم انتقادونه ډېر دي چې د ښاغلي مینه پال په وینا ولسمشرغني په دې اړه جدي غبرګون ښودلی دی.

د خواري کښو د ټولنې مشرلیاقت عادل وايي، د درنو کارونو څخه د مخنیوي په خاطر د دولتي هڅو تر څنګ باید ټولنیزې هڅې هم وشي او هر څوک خپل مسولیت وپیژني.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG