د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

افغانستان اذربایجان سره د "اسان خدمت" پروګرام تړون لاسلیک کړ


د افغانستان د مالیې وزارت د اذربایجان د ټولنیزو خدمتونو له ادارې سره د اسان خدمت په نوم د یوه پروګرام تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي و ویل، د دغه پروګرام هدف دا دی څو هغه دولتي ادارې چې عامه خدمتونه وړاندي کوي، په یوې ادارې کې را ټولي او خدمات وړاندي کړي.

د افغانستان د مالیې وزیر وایي، د اسان خدمت د پروګرام په عملي کېدو سره به د افغانستان په عامه دولتي خدماتو کې شفافیت، چټکتیا او اسانتیا رامنځ ته شي.

اکلیل حکیمي د سې شنبې په ورځ د دغه پروګرام د تفاهم لیک د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، اذربایجان غواړي د دغه پروګرام په عملي کېدو کې له افغانستان سره اوږد مهالې همکاري وکړي.

ښاغلي حکیمي وړاندې د اسان خدمت پروګرام د اهمیت په اړه وویل:

حکیمي: اذربایجان غواړي د دغه پروګرام په عملي کېدو کې له افغانستان سره اوږد مهالې همکاري وکړي.
حکیمي: اذربایجان غواړي د دغه پروګرام په عملي کېدو کې له افغانستان سره اوږد مهالې همکاري وکړي.

​"د دې لپاره چې خلکو ته اسانتیا رامنځ ته شي، له سرګردانۍ خلاص شي او دغه راز اړین خدمات تر یوه سقف لاندې ورته و رسول شي، د همدې لپاره دا پرېکړه و شوه."

د مالیې وزیر وایي، اسان خدمت یوه پروژه ده چې له مخې به یې د بېلابېلو دولتي ادارو فعالیتونه د یوې ادارې له لارې تر سره کېږي تر څو د اداري پړاونو د پېچلتیا مخنیوی وشي.

ښاغلي حکیمي وویل چې د اوس لپاره به لس دولتي ادارې د اسان خدمت په چوکاټ کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي او بیا به نورې ادارې هم په کې شاملي شي.

په افغانستان کې د اسان خدمت د پروګرام مشر شهزاد اریوب و ویل، د دغه پروګرام د تطبیق لپاره به په کابل کې یوه اداره رامنځ ته کړي او بیا به یې په ټولو ولایتونو کې نمایندګۍ جوړي شي.

ښاغلي اریوب د مثال په توګه د کورنیو چارو وزارت د تذکرو، پاسپورټ، د موټرو د جوازونو او داسي نورو خدماتو یادونه وکړه چې له دې وروسته به دا ټول د اسان خدمت د پروګرام په چوکاټ کې د یوې ادارې له خوا تر سره کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه پروګرام کې به د کورنیو چارو، بهرنیو، مالیې، عدلیې، سوداګرۍ، مخابراتو، برېښنا شرکت، کار او ټولنیزو چارو او خصوصي سکټور په څېر ادارو خدمات په یوه چوکاټ کې راټول کړای شي.

په همدې حال کې د اذربایجان د ټولنیزو خدمتونو د ادارې رئیس انعام کریموف وویل چې هېواد یې د اسان خدمت پروګرام له لارې د دولتي چارو د همغږې کولو بریالۍ تجربه لري او دا پروګرام به د افغانانو پر ژوند هم مثبته اغېزه وکړي.

​هغه زیاته کړه:

د اذربایجان د ټولنیزو خدمتونو د ادارې رئیس انعام کریموف
د اذربایجان د ټولنیزو خدمتونو د ادارې رئیس انعام کریموف

"نن موږ خوشحاله یو چې زموږ همکارۍ داسي کچې ته پراخيږي چې د افغانانو له ژوند سره تړاو لري چې هغه د اسان خدمت په نوم پروګرام دی."

دا په داسي حال کې ده چې د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ بنسټ وایي، د افغانستان په دولتي ادارو کې بیوروکراسۍ او اداري پېچلتیاو عامه خدمات ستونزمن کړي دي.

دوی وایي دې کار د نورو ستونزو تر څنګ په ادارو کې فساد ته هم لاره هواره کړې، هغه پدیده چې افغان ولس ورنه تر نا امنیو وروسته ډېر زیات کړېږي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG