د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

اکبر: د ښاروالیو ۵۰ سلنه عواید د دولت بودجې ته نه رسېږي


د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمېټه وايي، د افغانستان په ښاروالیو کې د ستونزو له امله د هېواد شاوخوا پنځوس فیصد عواید د دولت بودجې ته نه رسېږي.

د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمېټه "میک" وايي، که د افغانستان په ښاروالیو کې قانوني، مسلکي او اداري اصلاحات رامینځته نه شي، په ښاروالیو کې به فساد نور هم زیات او د دولت سلګونه میلیونه افغانۍ عواید به ضایع شي.

دا خبرې د یادې کمېټې اجراییه رئيس نسیم اکبر د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ښاروالیو د عوایدو د راټولو په اړه د خپل څېړنیز راپور د خپرولو پر مهال وکړې.

ښاغلي اکبر د ښاروالیو د عوایدو د راټولو پر سیسټم اندېښنه وښوده او تاکید یې وکړ چې حکومت دې د ښاروالیو د عوایدو د راټولو سیسټم په جدي توګه وڅاري.

اکبر: حکومت دې د ښاروالیو د عوایدو د راټولو سیسټم په جدي توګه وڅاري.
اکبر: حکومت دې د ښاروالیو د عوایدو د راټولو سیسټم په جدي توګه وڅاري.

هغه زیاته کړه:

"د عوایدو په راټولو کې اصلي عوامل د فساد د موجودیت سبب شوي، دا عوامل د اساسي قانون او د ښاروالیو د قوانیو ترمینځ اختلاف دی، د ښاروالانو انتصاب بله ستونزه ده، د عوایدو راټولو ته شفاف سیسټم نشته او همدارنګه په ښاروالیو کې د اصلاحاتو لپاره دوامداره پروسه پلې شوې نه ده."

د دې کمېټې مسوولینو وویل، دوی د ښاروالیو اړوند خپل راپور د هېواد په لویو ښارونو کې د مشاهدو او له خلکو سره د مرکو پرمټ په وروستي څه کم یوه کال کې بشپړ کړی دی.

دوی داهم وویل په ښاروالیو کې شاوخوا ۶۲ ښاروالان له ۱۲ ټولګې پورته تحصیل نه لري او اکثره چارې یې په کلاسیکه او غیر فني بڼه پرمخ بیول کېږي.

په راپور کې راغلي چې ښاروالۍ ۲۰۰ عایداتي منابع لري خو دوی یوازې د پنځو عایداتي منابعو څرنګوالی څېړلی او ګڼې قانوني، فني او اداري ستونزې او نیمګړتیاوې يې په کې موندلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره په ښاروالیو کې شته نیمګړتیا وې مني خو وايي چې د اصلاح هڅې یې په جدي توګه پرمخ روانې دي.

د دې ادارې ویاندې منیره یوسف زاده ازادي رادیو ته وویل چې د عوایدو مسلکي او شفافو راټولو ته عملي هڅې روانې دي.

یوسفزاده: د عوایدو مسلکي او شفافو راټولو ته عملي هڅې روانې دي.
یوسفزاده: د عوایدو مسلکي او شفافو راټولو ته عملي هڅې روانې دي.

نومړې زیاته کړه:

"د دې لپاره چې د عوایدو سیسټم مدرن کړو، د یو، ایس،اې، ای، ډي، په مرسته مو د ښار ترنامه لاندې نوی سیسټم جوړ کړی، تر یوه کاله پورې به د څلورو لویو ښارونو په ښارولیو او ورپسې به په ټولو ښاروالیو کې پلي شي."

منیره وايي، د نویو ښاروالانو تحصیل او تجربه په پام کې نیول کېږی چې تر اوسه په دې لړ کې ۱۶ تحصیل لرونکي ښاروالان مقرر شوي او د دې ترڅنګ د ښاروالیو قانون هم واکمنو ادارو ته د لا بشپړېدو په مقصد سپارل شوی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG