د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

افغان کرکټ لوبډله له سکاټلنډ سره نن لوبه پیلوي


افغانستان نن دوشنبې له سکاټلنډ سره خپله لومړۍ يو ورځنۍ يا پنځوس اووره مسابقه پيلوي.

افغانستان او کوربه هېواد سکاټلنډ په خپلو کې د کرکټ دوې نړيوالې يو ورځنۍ مسابقې کوي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل چې افغان ټيم تر دې مسابقې مخکې ډېر تمرينات کړي دي.

افغانستان درې نورې يو ورځنۍ مسابقې له ايرلنډ سره کوي چې اوله به يې راتلونکې دوشنبې وي. سکاټلنډ او ايرلنډ دواړه د کرکټ قوي ټيمونه دي.

افغانستان هڅه کوي د نړۍ په کچه د کرکټ له اوله درجه ټيمونو سره د خپلې وړتيا د زياتولو لپاره مسابقې وکړي.

XS
SM
MD
LG