د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۶

اردوغان: ترکیه به د تروریستي ډلو په وړاندې جګړه وګټي


د ترکیې پولیسو د افراطي ډلو پرضد د عملیاتو په ترڅ کې د درېیو بهرنیانو په ګډون دیارلس مشکوک کسان نیولي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې پولیسو دا عملیات نن د استانبول په شپاړسو موقعیتونو کې کړي دي.

ترکي چارواکو داعش ډله د استانبول په هوايي ډګر کې چې د نړۍ له لویو هوايي ډګرونو څخه دی د سې شنبې ورځې د حملې مسووله بللې. دې حملې ۴۲ کسان ووژل او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړل.

د ترکۍ حریت ورځپاڼې د راپور له مخې په برید کوونکو کې یو تن د روسیې د چیچنیا له سیمې څخه و.

د ترکیې پولیسو ۱۳مشکوک کسان نیولي
د ترکیې پولیسو ۱۳مشکوک کسان نیولي

ترکي چارواکو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی خو د ترکیې یوې امنیتي سرچینې رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې یو برید کوونکی بهرنی و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په انقره کې له روژه ماتي وروسته په یوه وینا کې وویل چې ترکیه به د تروریستي ډلو په وړاندې جګړه وګټي.

ښاغلي اردغان زیاته کړه:

"ترکیه چې د ډېرو بې رحمه تروریستي ډلو د حملو هدف دی ازمویل شوې. زه په دې کې هیڅ شک نه لرم چې موږ به د ترور، تروریستي ډلو او تروریستي حملو په وړاندې بریالي شو."

د استانبول په هوايي ډګر کې له خونړۍ حملې وروسته د ترکیې پولیسو د پراخو عملیاتو په لړ کې همدا راز د ایزمیر ښار په درېیو ناحیو کې نهه کسان چې ګومان کیږي له داعش سره یې په سوریه کې اړیکي لرل ونیول خو روښانه نه ده چې دا کسان به هم د استانبول د هوايي ډګر د حملې په تړاو نیول شوي وي کنه.

انادولو او نورې رسنۍ په یوه جلا راپور کې وايي چې ترکي امنیتي ځواکونو د سوریې په سرحد کې د داعش ډلې دوه مشکوک غړي وژلي دي.

رسنیو د یوې امنیتی سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی، ویلي چې دوی دواړه د سوریې اتباع وو او د جون په ۲۵ نېټه په داسې حال کې ووژل شول چې له سرحده د اوښتو پر مهال یې د امنیتي ځواکونو د دریژ خبرداري ته پاملرنه ونکړه.

د انادولو د راپور له مخې د دې دوو کسانو یو د انتحاري حملو په تړاو د ترکیې د حکومت تر تعقیب لاندې و.

XS
SM
MD
LG